د IPL او نړیوال جام په اړه د ننۍ رسمې ناستې جذیات

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د هند کرکټ بورډ غړیو په خپلو کې نن شنبه د هند آی پي ایل سیالیو او راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام د برخلیک ټاکلو په موخه په ممبي ښار کې ناسته وکړه، چې پر مهال یې د آی پي ایل سیالیو او شل اوریزه نړیوال جام په اړه خپلې رسمې پرېکړې اعلان کړې.

 

د هند آی پي ایل سیالۍ

 

د هند کرکټ بورډ په یاده ناسته کې پرېکړه وکړه، چې د آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو پاتې لوبې به په سیپټمبر او اکتوبر میاشتو کې وکړي.

دې بورډ ویلې، هند ورته مناسب نه دی، نو پر ځای به یې دا پاتې سیالۍ په متحده عربي امارتو کې وشي.

 

 

شل اوریزه نړیوال جام

 

داچې د ۲۰۲۱م کال د شل اوریزه نړیوال جام د هند هیواد په کوربتوب پلان شوی، هم یې په اړه نن د هند کرکټ بورډ پرېکړه وکړه.

دې بورډ د کرکټ نړېوالې شورا یا آی سي سي څخه وغوښتله، چي د رسمې پرېکړې لپاره اضافي وخت ورکړي او ددې جام په اړه یې پرېکړه د جولای میاشتې لومړیو ته وځنډوله.