د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کیپر توپ وهونکی جوز بټلر، چې د هندوستان د کورني کرکټ یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د راجستان رایلز لوبډلې په ګټه لوبیږي؛ په دغه لیګ کې یې په ۵ مسلسل لوبو کې ۵ نیمه سلیزې جوړې کړې.
جوز بټلر په دغې کارنامې سره د «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لیګ کې د هندي ویرندر سیهواګ د ۵ مسلسل نیمه سلیزو ریکارډ ته ځان ورسو.
له دې وړاندې په تیر ۲۰۱۲ م کال کې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړی ویرندر سیهواګ، چې د ډهلي ډیریډ ویلز لوبډلې په ګټه لوبید، ۵ مسلسل نیمه سیلیزې یې جوړې کړې وې.
نوموړي په لمړۍ لوبه کې ۵۷، دویمه کې ۸۷، دریمه کې ۷۳، څلورمه کې ۶۳ او په وروستۍ ۵ مه لوبه کې هم د ۷۳ منډو جوړلو سره بریالی شوی و او د «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو په لیګ کې د زیاتو نمیه سلیزو جوړلو لیست کې مخکښ لوبغاړی شمیرل شوی و.
د یولسم پړاو «آي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لړ کې اوس انګلستاني جوز بټلر د راجستان رایلز لوبډلې په ګټه ۵ مسلسل نیمه سلیزې جوړې کړې، خو په ۶ مه نیمه سیلیزه جوړلو کې پاتی راغی.
بټلر په ۵ مسلسل لوبو کې د ۵۱، ۶۷، ۸۲، ۹۴ او ۹۵ منډو جوړلو سره وتوانید، خو په دوام ورکولو کې د کلتې نایټ رایډرز خلاف سیالۍ کې په ۳۹ منډو سره وسوځید او روان بهیر یې پای ته ورسید.
انګلستانی جوز بټلر د راجستان لوبډلې سره په لمړیو لوبو کې یو څه وروسته میدان ته راتللو، خو په مخکې راتګ سره یې لوبډلې ته د مخکې تګ هیلې هم ورکړې دي.
په دغه لیګ سیالیو کې راجستان رایلز لوبډله هم د یو شمیر نورو لوبډلو په څیر دویم پړاو «پلی اف» ته په رسیدو کې د ستونزو سره لاس او ګریوان شوې ده، خو د بټلر بهترینو لوبو ورته لا هیلې ژوندۍ ساتلې دي.
راجستان لوبډلې د خپلو ترسره کړیو ۱۳ لوبو څخه په ۶ لوبو کې بریاوې خپلې کړې دي او یوازې یوه بله سیالۍ لري، چې پکې ورته د بریا خپلول حتمي دي.
د یولسم پړاو دې لیګ سیالیو څخه به د روانې مۍ میاشتې په ۲۰ مه نیټه ۴ لوبډلې دویم پړاو ته د ورتګ په موخه په ډاګه شي او هم به د همدې میاشتې په ۲۷ مه نیټه دا لوبې پای ته ورسیږي.