دا چې د هندوستان هیواد د افغانستان له نږدې ګاونډیو هیوادونو څخه شمېرل کېږي او د دې دوه هیوادونو تر منځ له پخوا نه تر اوسه پورې راشه درشه ډېره ده نو ځکه یو له بل څخه اغېزمن دي.
هند هغه هیواد دی، چې افغانانو پرې واکمني هم کړې او د هند ډېرې سیمې افغانانو فتحه کړي، نو ځکه له دې هیواد سره زموږ ژبنۍ او کلتوري اړیکې ډېرې دي او یو له بل څخه اغېزمن شوي یو او ځینې دودونه مو سره ورته دي.
افغانان او هندوان د نورو دودونو، ژبنیو او کلتوري مسایلو تر څنګ د واده په مراسمو کې هم ګډ او یو شان دودونه سره لري. دا چې دا ګډ دودونه څه دي؟ په ددې لیکنه کې یې ولولئ.
د واده په مراسمو کې د افغانانو او هندوانو له ګډو دودونو څخه یو هم د نکریزو دود دی، چې افغانان هم د ناوې لاس او پښې په واده کې په نکریزو سره کوي او د هند خلک هم دا دود لري.
د نکریزو ایښودلو له پاره هم افغانان او هم هندوان له واده مخکې یوه شپه یا ورځ میله جوړوي او ټول خپل خپلوان ورته راځي په افغانانو کې د نکریزو ایښودلو دود د شپې له خوا څخه وي، چې د نکریزو شپه ورته ویل کېږي. په دې شپه ټول خپل خپلوان د ناوې کور ته راټولېږي او نجونې د ناوې لاس او پښې ورته سره کوي، له دې سره د زوم د کورنۍ له خوا هم نکریزې په بدلو او مستیو راوړل کېږي او بیا له هغو نکریزو څخه د دود په ډول اووه نفره نجونې دا نکریزې لږ د ناوې په لاس پورې کوي.
هندوان هم د نکریزو ایښودلو په مهال د ناوې او زوم کورنۍ سره راټولېږي، میله جوړوي او بیا د ناوې لاس او پښې ورته سره کوي.
بل دود چې د افغانانو او هندوانو په ودونو کې سره ورته دی هغه دا دی، چې کله د افغانانو ناوې د خسر کور ته ننوځي د خسر کورنۍ یې اوبه مخې ته ورته ږدي، تر څو ناوې هغه په خپلې پښې سره چپه کړي.
دا کار افغانان په دې نیت کوي، چې د ناوې له مخې رڼا شي او نوی ژوند یې له خوشحالیو او رڼاوو څخه ډک شي.
هندوان بیا د افغانانو دې دود ته ورته دود لري، چې نوې ناوې کله د خسر کور ته د ننه کېږي د هغې مخې ته له وریجو څخه ډک لوښی ږدي، تر څو ناوې هغه په خپلې پښې سره چپه کړي او بیا کور ته دننه شي. بل دا چې د افغانانو او هندوانو ناوې ګانې دواړه په ودونو کې ډېر سینګار کوي.
دا هغه دودونه دي، چې د افغانانو او هندوانو په ودونو کې سره ورته والی لري.