په نړۍ کې د کورونا وایروس په خپرېدو سره ډېر شمېر عام خلک له طبي اصطلاحاتو او کلمو سره بلد شول چې یو له هغه د پلس اوکسي میتر په نوم اله ده.
پلس اوکسي میتر د کورونا پر وړاندې د مبارزې یوه مهمه وسیله ده، چې اوسمهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ډېرو کورونو کې شته، چې د دې الې په مرسته په وینه کې د اکسیجن کچې معلومولو تر څنګ د انسان نبض، او د وینې فشار هم معلوموي.
خو ډېر پام کوئ، چې که دغه اله په غلط ډول سره استعمال شي، نو ډېرې ستونزې به راولاړوې کړي. په ځانګړي توګه هغه مهال چې تاسې غواړئ د یو داسې چا د وینې اکسیجن معلوم کړئ، چې هغه د کورونا په ناروغۍ اخته وي. او میتر یې د ۹۹ یا ۹۵ پرځای ۸۹ یا ۸۵ ښکاره کړي، نو په دې حالت کې د ناروغ لپاره ګڼې ستونزې مخته راوړی شي.
نور راځئ چې سمه طریقه یې په دې لارښونو سره دلته ولولو:
د وینې د اکسیجن له معلومولو څخه مخکې ناروغ ته ځای وټاکئ چې خوځښت ونه لري تر څو اوکسي مټر په دقیق ډول خپله کچه وښيي.
پلس اوکسي میټر به د شهادت یا هم په منځنۍ ګوتې داسې ږدئ چې له نوکانو څخه پورته مستقم پر پوستکي وي، په نوک باید کېنښودل شي.
اوکسي میټر په متوازنه توګه کېږدئ، او بیا خوځښت مه ورکوئ، تر هغې وخته پورې چې کچه معلومه نه کړي اوکسي میټر مه ښوروئ، دې ته په تمه شئ چې اوکسي میټر په ارامه سره د اکسیجن کچه څرګنده کړي.
که چېرته ستاسو حالت خرابېده او د اکسیجن د کمښت احساس مو کوه نو کولی شئ چې په ورځ کې درې ځله هم د وینې اکسیجن مو وګورئ، په عمومي ډول که ستاسو د اکسیجن کچه تر ۹۵ پورې وي نو دا نورمال حالت دی خو که چېرې همدا کچه له ۹۲ ښکته شوه نو سمدستي ډاکتر مراجعه وکړئ.