ډېری کسان د مجردۍ ژوند نه خوښوي او فکر کوي چې مجرد اوسېدل او د ژوند ملګرې/ملګری نه درلودل کومه تېروتنه ده. دا منو چې په يوې داسې اړیکې کې اوسېدل چې دوه اړخیز توافق پکې وي د انسان روح اراموي او انسان ته ډېره ګټه لري خو ډېری وخت مجردي هم انسان ته کوم زیان نه رسوي او برعکس د انسان د پرمختګ لامل کېږي.
په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته د مجردۍ ژوند ګټې او دا چې څنګه د مجردۍ ژوند نه په سمه توګه ګټه واخلو ځينې لارې چارې در پېژنم. ملتیا مې وکړئ!
لومړی: مجردي کې بدي نه شته
ډېری خلک فکر کوي چې مجردي او په يوې اړيکې کې نه اوسېدل ګناه ده او څېړنې دا ښيي چې خلک مجردو انسانانو ته په منفي نظر ګوري. په معمولي ډول په ټولنه کې د مجردو او متاهل وګړو ترمنځ تبعيض کېږي او تل ترې داسې پوښتنې کېږي چې د هغه شخصي حريم تر پښو لاندې کوي، د بېلګې په توګه، څه وخت واده کوې؟ ولې تر اوسه مجرد یې؟ کورنۍ دې لکه چې غم نه خوري…
پورتنۍ خبرې په بشپړه توګه ناسمې دي او خلک په دې اړه تېروتنه کوي، مجردي هېڅکله ګناه نه شمېرل کېږي او هېڅوک د دې حق نه لري چې د چا په شخصي ژوند کې لاسوهنه وکړي او يا د هغوی د ژوند په بڼې وغږېږي.
دويم: مجردان له ځان سره ډېره مینه کوي
دا اړینه نه ده چې څومره ستونزمنه ده چې له ځان سره مينه وکړئ خو باید په دې پوه شئ چې که له ځان سره مینه ونه لرئ نه شئ کولای چې له نورو سره سمه اړیکه ولرئ.
څېړنې ښيي هغه کسان چې له ځان سره مینه کولای شي له نورو سره ښې اړيکې ټينګې کړي او غوره او خوشاله ګډ ژوند ولري. له خپل ځان سره مینه دېته وايي چې خپل ځان ته ارزښت ورکړي د دې پر ځای چې د نورو په اړه فکر وکړئ د نورو په اړه وغږېږي او د نورو په اړه پرېکړه وکړي ښه ده چې د خپل ځان په اړه فکر وکړي او خپلو کړنو او کارونو ته ورسېږي.
درېیم: مجردان ښه پرمختګ کولای شي!
که د مجردۍ پر مهال د ځینو چارو لپاره ډېر وخت ورکړل شي، کېدای شي له دغه وخت څخه په سمه توګه ګټه واخیستل شي او د ډېر پرمختګ لامل شي، ترڅنګ یې شونې ده د مجردۍ پر مهال خلک ځان ته بېلابېلې بوختياوې پيدا کړي او په خپل هنر کې پوره مهارت ترلاسه کړي.
څلورم: مجرد خلک تل د متاهلو په پرتله ټولنیز وي
مجرد خلک تل خپل وخت له ملګرو او همکارانو سره تېروي او په خپلو ستونزو کې تل له خپلو ملګرو او نږدې کسانو څخه مرسته غواړي. له همدې امله مجرد انسانان د متاهلو په پرتله په ټولنه کې ډېره ونډه لري.
پینځم: مجردان د متاهلو خلکو په پرتله له غوره روغتیا برخمن وي
څېړنې ښيي چې مجرد انسانان د متاهلو انسانانو په پرتله روغ وي او د هغوی BMI د متاهلو په پرتله غوره وي. مجرد خلک ډېر لږ د زړه په عروقي ناروغیو اخته کېږي.
شپږم: مجرد خلک شتمن وي
ګډ ژون انسانان کله کله له مالي ستونزو سره مخ کوي. کله چې دوه انسانان له يو بل سره ګډ ژوند پيلوي د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره دې ته اړ کېږي چې ډېر کار وکړي او د مجردۍ ژوند په پرتله ډېرې پيسې وګټي خو بیا هم دا پيسې ورته بسنه نه کوي له همدې امله مجرد انسانان د متاهلو هغو په پرتله شتمن وي ځکه چې د ژوند اړتياوې یې لږ وي.
په پای کې دا یادونه اړینه ده چې هېڅکله دا مه هېروئ چې هر انسان په خپل ژوند کې مينې ته اړتیا لري او له مینې سره ژوند ښکلی کېږي، نو که مجرد یاستئ يا متاهل په دواړو حالتونو کې له خپل ژوند څخه ګټه واخلئ او خپل لنډ ژوند په خندا او خوشالۍ سره تېر کړئ.