امریکا: اجازه نه ورکوو چې نړۍ ته له افغانستان ګواښونه پېښ شي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

امریکايي نظامي چارواکو د افغانستان په تړاو د خپلې راتلونکې تګلارې په اړه وضاحت ورکړی دی.

د امریکا ددفاع وزارت ګڼ چارواکي د امریکا د استازو مجلس دفاعي کمېټې ته وربلل شوي وو او د امریکایي استازو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړي دي.

د راپورونو له مخې په دې کې د امریکا لوړپوړي نظامیان هم شامل وو چې په سیمه او افغانستان کې پر روان نظامي وضعیت څارنه کوي.

د امریکا ددفاع وزارت مرستیال سکرتر ډېوېډ هېلوي خپلې خبرې په کابل کې پر یوه ښوونځي له وروستي برید پیل کړې او زیاته یې کړه چې لا هم په دغه هېواد کې د ترهګرۍ اړوند ګواښونه تر یوې کچې شته خو امریکا هم خپل تدابیر لري.

د هغه په خبره دوی په افغانستان کې خپل راتلونکي اقدامات له درېیو لارو تنظیموي، یو د افغان ځواکونو له ملاتړ او له افغان چارواکو سره ديپلوماتیکې اړیکې، په سیمه کې د خپلو سرتېرو د حضور په مرسته او په نړیواله کچه د ترهګرۍ ضد اقداماتو پر مټ دوی هڅه کوي په افغانستان کې د احتمالي ګواښونو مخنیوی وکړي.

امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې دوی د افغان پوځ او افغان همکارانو ملاتړ ته ادامه ورکوي او اجازه نه ورکوي چې یو ځل بیا ترهګریز ګواښونه له دغه هېواد نړۍ او امریکا ته متوجه شي.

بل لورته د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مارک مېلي ویلي تازه یې له ناټو او اروپايي ټولنې سره په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت پر خوندي کولو او راتلونکو اقداماتو خبرې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه هوايي ډګر د ديپلوماتیکو اړیکو او تګ راتګ لپاره خورا مهم دی او اروپايي هېوادونه له خپلو سفارتونو سره د همدې هوايي ډګر له لارې په اړیکه کې دي.

نوموړي ویلي د ناټو له غړو هېوادونو سره هم پر دې مسئله خبرې شوې دي خو تر اوسه پرېکړه نه ده شوې چې ددغه هوايي ډګر د ساتلو لپاره به سرتېري ځای پر ځای کېږي او که به په نورو اقداماتو لاس پورې کېږي.

امریکايي چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت وایي د هوايي ډګرونو او هوايي حریم کنټرول له دوی سره دی او د خوندي ساتلو بشپړه وړتیا یې لري.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي