بارسلونا ښځینه ټیم نړیوال اتل شو؛ ریکارډ یې هم جوړ کړ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

وړمه شپه د ښځینه وو ترمنځ د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ پایلوبه ترسره شوه، چې په کې د بارسلونا او چلسي ښځینه لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېدې.

ددې لیګ په پایلوبه کې بارسلونا څلور ګولونه پر دوه د چلسي ښځینه فوټبال لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا چې د ښځینه وو ترمنځ د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ «چمپېنزلیګ» د ۲۰۰۱م کال څخه راپيل سوی، خو دا د بارسلونا ښځینه لوبډلې پکې لومړۍ اتلولي وه.

 

 

تاریخي ریکارډ

 

بارسلونا کلب د فوټبال په تاریخ کې لومړنی کلب شو، چې د نارینه وو ترڅنګ یې د اروپا په اتلانو لیګ کې ښځینه لوبډلې هم اتلولۍ ته ځان ورساوه.

د بارسلونا نارینه‌وو لوبډلې پنځه ځلې په ۱۹۹۲، ۲۰۰۶، ۲۰۰۹، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵م کلنو کې دا جام ګټلی، خو د بارسلونا ښځینه وو لوبډلې بیا وړمه شپه د لومړي ځل لپاره په دې جام کې لومړي مقام ته ځان ورساوه.

 

 

 

 

د ښځینه وو ترمنځ د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ «چمپېنزلیګ»

 

۱ـ لیون ښځینه لوبډلې دا جام ۷ ځلې خپل کړی،

۲ـ پرانکپورټ ښځینه لوبډلې دا جام ۴ څلور ځلې خپل کړی،

۳ـ اُمیا ښځینه لوبډلې دا جام ۲ ځلې خپل کړی،

۴ـ والسبرګ ښځینه لوبډلې دا جام ۲ ځلې خپل کړی،

۵ـ توربین پاټسډام ښځینه لوبډلې دا جام ۲ ځلې خپل کړی،

۶ـ بارسلونا ښځینه لوبډلې دا جام ۱ ځلې خپل کړی،

۷ـ ارسنال ښځینه لوبډلې دا جام ۱ ځلې خپل کړی،

۸ـ ډوسبرګ ښځینه لوبډلې دا جام ۱ ځلې خپل کړی.