د انګلستانۍ لوبډلې ځوان توپوهونکي اولي پاپ ویلي، چې د اې بي ډیویلیرس د خطرناکې او چټکې توپوهنې ریکارډ ماتوم.
که تاسې ته په یاد شي اې بي ډیویلیرس په ۲۰۱۵ کې د جنوري په ۱۸ مه د ویسټ انډیز پر وړاندې د افریقا په وانډررز لوبغالي کې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې په ۳۱ توپونو سلیزه ووهله او د نړۍ یو غوره اننګز یې نندارې ته وړاندې کړ.
هغه په دې لوبه کې ۱۶ شپږیزې او ۹ څلوریزې وهلې وې او په ۴۴ توپونو یې ۱۴۹ منډې کړې وې او د رسل په توپ کېچ شوی و.
هغه ۳۳۸ اعشاریه ۶۴ سټرایک رېټ لوبولی و، یعنې په هر توپ یې د منډو اوسط نږدې څلور و.
هغه په دې سره د سریلانکا د جایاسوریا د چټکې نیمه سلیزې ریکارډ هم مات کړی و.
په ۱۹۹۵ کې جایاسوریا د پاکستان پر وړاندې یو ورځنۍ لوبه کې په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه او ډیویلیرس هم په ۱۷ توپونو لومړی نیمه سلیزه ووهله او په یو دېرشم توپ یې سلیزه بشپړه کړه.
دا د کرکټ په تاریخ کې د یو ورځنیو لوبو تر ټولو چټکه سلیزه ده او تر اوسه یې چا ریکارډ نه دی مات کړی.
اوس د انګلستان ۲۳ کلن توپوهونکي اولي پاپ ویلي چې دی به دا ریکارډ ماتوي.
هغه ویلي چې په ۲۰۱۵ کې اې بي داسې مهال توپوهنې ته راغی، چې له دې وړاندې هاشم امله او ریلي روسوو ۲۴۹ منډې ملګرتیا په اوپننګ کړې وه.
د روسوو تر سوځېدو وروسته ډیویلیرس توپوهنې ته راغی او له لومړي سره یې په بالرانو حمله وکړه، په څلوریزو او شپږیزو یې پیل وکړ.
پاپ زیاتوي دا چې مخکنیو توپوهونکو د هغه لپاره ښه زمینه برابره کړې وه، نو ډیویلیرس هم په ډاډه زړه توپوهنه پیل کړه.
د هغه په خبره ډیویلیرس ډېری شاټونه سویپ ووهل او په یوه پښه به یې توپ په فاین لېګ لوري د شپږیزو او څلوریزو لپاره اړول.
اولي پاپ وایي ما په دې شاټ ډېره خواري کړې ده او دا شاټ خورا ستونزمن دی.
نوموړي د ډیویلیرس ډېره ستاینه هم کړې ده او د هغه توپوهنه یې بیخي تغیر او په زړه پورې بللې ده.
پاپ وایي ډیویلیرس مې د خوښې لوبغاړی دی او زه کولای شم، چې د زمینې په جوړېدو سره د هغه د چټکې سلیزې ریکارډ مات کړم.
اولي پاپ د انګلستان لپاره ټولې ۱۷ ټېسټ لوبې کړي، چې ۷۹۸ منډې یې پکې جوړې کړي او یوه پاڼۍ کې یې ۱۳۵ لوړې منډې دي.
یوه سلیزه او پنځه پنځوسیزې یې وهلي دي.
د ټېسټ لوبو پیل یې په ۲۰۱۸ کې د هند خلاف په لارډز لوبغالي کې کړی و.
راتلونکې میاشت کې انګلستان، له هند، نیوزیلېنډ، پاکستان ، سریلانکا او اسټرالیا سره لوبې لري او اولي پاپ ته پکې هم ځای ورکوي.
د انګلستان کرکټ بورډ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د دغو لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړي.