قیس احمد د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالیو ته واخیستل شو

رنګین تجريدي ډیزاین

قیس احمد د انګلستان په کورني لیګ «Vitality Blast» سیالیو کې ګډنوالې لوبډلې کینټ واخیست او ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې به افغان لوبغاړی قیس احمد د یادې لوبډلې سره ولوبیږي.

کینټ لوبډلې پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د یاد خبر تائید کړی او د قیس احمد په اړه یې ویلې، چې افغان تکړه سلو توپ‌اچونکی قیس احمد یې د ویټالټي بلاسټ او کاونټي سیالیو لپاره واخیست.

یادي لوبډلې ویلې، خوښ یو، چې د قیس احمد سره یې د لوبېدو په موخه تړون کړی او زیاته کړې یې ده، قیس د شل اوریزه لوبو نامتو سلو توپ‌اچونکی دی، چې د افغانستان غوره لیګ ترڅنګ د ویسټ انډیز، بنګله دېش، پاکستان، اسټرالیا او سریلانکا هیوادونو په کورنیو تجارتي لوبو کې یې سیالۍ کړې دي.

 

 

خپله قیس احمد هم د یادې لوبډلې سره د تړون پر کولو خوښي ښوودلې او پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې یې ویلې، د هیوادوالو د دُعاګانو او دده د خواریو په مټ د انګلستان په کوانټي لیګ کې واخیستل شو.

هغه زیاته کړې:

«سلامونه درنو هیودوالو! ستاسو د دعاګانو او زمونږ د خواریو په برکت د انګلستان په کوانټي لیګ کې واخیستل شوم. دغه ویاړ دې ټولو هیوادوالو ته مبارک وي زه به هلته هم خپله پوره هڅه وکړم چې د ګران افغانستان نوم او د ملي بیرغ ښه استازولي وکړم. د یو ودان او اباد افغانستان په هیله!.»

 

https://www.facebook.com/qaisahmadkamawalFanpage/posts/328635501953879

 

قیس احمد به تر محمدنبي، راشدخان، نوین‌الحق او مجیب ځدران وروسته پنځم افغان لوبغاړی شي، چې په یادو سیالیو کې به ولوبیږي.

د معلوماتو له مخي ټاکل شوې د انګلستان ویټالټي بلاسټ لوبې د روان ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په نهمه نېټه پیل شي.