له دغو لارو چارو ګټه واخلئ او مه پرېږدئ چې مقابل لوری درته دروغ ووايي!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

څېړونکي وايي چې شاوخوا ۶۰ سلنه خلک کابو لس دقیقې هم له دروغ ویلو پرته نه شي تېرولای. نو د دغو شمېرو له مخې کولای شو ووايو چې زموږ د شاوخوا خلک د ورځې په اوږدو کې موږ ته څومره دروغ ويلای شي.

خو اندېښنه مه کوئ، ځینې داسې لارې چارې شته چې په کارولو یې موږ کولای شو و پوهېږو چې مقابل لوری موږ ته دروغ وایي او که رښتونی دی.

په نننۍ لیکنه کې مو وغوښتل چې تاسو ته د دروغ پېژندنې ځينې لارې چارې در وپېژنو چې تاسو یې په ترسره کولو کولای شئ وپوهېږئ چې مقابل لوری مو د خبرو کولو پر مهال تاسو ته رښتیا وايي او که نه. د لیکنې تر پایه له موږ سره اوسئ!

لومړی: د کیسې د بیا ځلې تکرار غوښتنه وکړئ!

په معمولي ډول کله چې انسانان غواړي دروغ ووايي له مخکې نه ځان ته يو داستان چمتو کوي، تر څو وکولای شي راتلونکې پېښي په ترتیب سره تشريح کړي. که هغوی دېته اړ شي چې خپل رښتينی داستان برعکس ووايي، ورخطا کېږي، ځکه چې هغوی د دروغو داستان په وخت کې شتون نه درلود او په مغزو کې یې د داستان رښتينې بڼه نه شته. ځکه نو څوک چې دروغ وايي خبرې یې ورنه ډېرې اوږدېږي.

په نوي داستان کې اصلي خبرې او داستان ترې هېرېږي او په داستان کې نوي خبرې ور ګډېږي. خو که يو څوک تاسو ته رښتينې کيسه کوي، که څو څو ځلې هم ترې وغواړئ چې هماغه کيسه درته ووايي، هغوی به د دغې کيسه په ويلو کې هېڅ ستونزه نه لري او په خورا اسانۍ سره کولای شي چې بیا بیا خپله کيسه لکه څنګه یې چې تېر ځل تاسو ته کړې وه، تکرار کړي. نو که مو په خپل مقابل لوري شک وکړ چې تاسو ته د خبرو کولو پر مهال دروغ وايي نو ترې وغواړئ چې خپله کيسه يو ځل بیا درته تېره کړي.

دویم: له حیرانونکو لارو ګټه واخلئ!

که د خبرو پر مهال مو په مقابل لوري شک وي چې تاسو ته دروغ وايي، د خبرو په منځ کې یې ور ولېږئ او داسې يوه پوښتنه ترې وکړئ چې هغه یې د اوريدلو تمه نه لري. که شونتیا یې وي يوه ځانګړې پوښتنه ترې وکړئ. که مقابل لوری دروغ وايي ستاسو له دې کار سره مجبوېږي چې خپلو خبرو کې دومره ښکرور دروغ ووايي او وزرې ورکړي چې په خپله ځان په دام کې واچوي تر څو خپله اقرار وکړي، چې دروغ وايي.

درېيم: د مقابل لوري په خبرو کې ابهام او پيچلتيا!

کله مو چې د خبرو کولو پر مهال په مقابل لوري شک وکړ چې تاسو ته دروغ وايي د هغه خبرو ته ځیر شئ! خبرو کې یې پيچلتيا وي نو یاد تن تاسو ته دروغ وايي، ځکه که څوک تاسو ته رښتیا وايي خپله خبره په څرګندو ټکو کوي، خو هغه خلک چې دروغ وايي کيسې ته څو مخه ورکوي تر څو تاسو په کيسه کې بند شئ او ونه شئ کولای چې له هغه نه کومه ستونزمنه پوښتنه وکړئ، چې له هغه سره یې ځواب نه وي.

څلورم: د دروغو او غیر واقعي خندا ته یې په تمه شئ!

کله چې د خبرو کولو پر مهال مقابل لوری تاسو ته دروغ وايي نو په معمولي ډول خپلې شونډې يو پر بل موښي، دا کار د دې لامل کېږي چې د خبرو کولو پر مهال هغوی د دروغو وخاندي له همدې امله تاسو کولای شئ چې په خورا اسانۍ پوه شئ چې مقابل لوری تاسو ته دروغ وايي او که نه. په ځانګړي ډول هغه وخت چې مقابل لوری له پخوا نه پیژنئ او پوهېږي چې رښتينې خندا یې څه ډول ده. د انسانانو د رښتينې خندا يوه بله نښه دا ده چې هغوی د خندلو پر مهال د مخ په ټولو غړو خاندي خو که چېرې يواځې په خپلو شونډو خاندي نو پوه شئ چې خندا یې رښتینې نه ده او تاسو ته دروغ وايي.

پینځم: يوه پوښتنه په څو بڼو ترې وپوښتئ!

کله چې څوک دروغ وايي ډېرو پوښتنو ته يو ډول ځواب ورکوي او يوازې د خپلو ځوابونو د ويلو بڼې ته بدلون ورکوي، نو تاسو هڅه وکړئ چې يوه پوښتنه په دری يا څلورو بڼو ترې وپوښتئ په دې ډول هغوی دې ته هڅول کېږي چې د کيسې په اړه تاسو ته ډېر معلومات درکړي او تاسو پوه شئ چې دروغ وايي او که رښتیا.

شپږم: د غږ د کچې بدلون ته پام وکړئ!

د دروغ ويلو پر مهال د انسان يو بل څه چې ژر ژر بدلون مومي، غږ دی. په معمولي ډول د دروغ ويلو پر مهال د غږ د لوړوالي او ټيټ‌والي کچه ژر ژر بدلون مومي او يا هم کله ژر ژر خبرې کوي او کله ورو ورو او په دې بنه غواړي چې د خپلو دروغو سره خپل ځان همغږی کړي.

اووم: پوښتنو ته ژر او په ځنډ ځواب!

که تاسو له مقابل لوري داسې پوښتنه کوئ چې لنډ او ساده ځواب لري خو هغه یې په ځوابولو کې ځنډ کوي او یا هېڅ ځواب نه شي درکولای، او یا ستاسو د پوښتنې د ځواب په اړه فکر کوي، نو پوه شئ چې دغه کس تاسو ته دروغ وايي. ځکه هغه ستاسو د پوښتنې په ځواب نه پوهېږي او غواړي چې ستاسو پوښتنې سره خپله کيسه همغږې کړي او بیا تاسو ته ځواب درکړي. خو که چېرې یې تاسو ته ژر ځواب هم درکړ په خبرو یې ژر باور مه کوئ ځکه کېدای شي له وړاندې یې ستاسو پوښتنې ته ځواب چمتو کړی وي.

اتم: په خپلو خبرو د مقابل لوري حاکمیت!

که څوک دروغ وايي او احساس وکړي چې خبرې اترې یې په کنټرول کې دي، کېدای شي تاسو ته داسې ښکاره شي چې مقابل لوری مو رښتیا وايي خو بیا هم که غواړئ پوه شئ چې رښتیا وايي او که نه، نو هڅه وکړئ چې د کيسې د شاوخوا پېښو په اړه ورسره خبرې اترې وکړئ که چېرې یې د خپلو خبرو کنټرول او حاکمیت له لاسه ورکړ، نو پوه شئ چې تاسو ته دروغ وايي.

نهم: دروغ یې ور مخې ته کړئ!

که پوه شوئ چې بله هېڅ لاره نه ده پاتې، د رښتينې کيسې په اړه چې هر څه پوهېږئ ورته ووايئ او مقابل لوری په دې پوه کړئ چې دروغ وايي. خو که بیا یې هم ونه منله او خپلو دروغو ته یې دوام ورکړ ورته ووايئ: زه پوهېږم چې دروغ وايې، خو پام مو وي چې له وړ او رښتينو خبرو نه ګټه واخلئ که نه نو کېدای شي تاسو خپله د دروغو په ويلو تورن شئ.