د انسان د بدن پينځه حیرانونکي حقیقتونه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

نننۍ نړۍ ډېر پرمختګ کړی دی، او د همدغو پرمختګونو له امله موږ د خپل بدن ټول غړي پېژنو او د خپل بدن په ډېرو ځانګړنو پوهېږو. خو په دې باور ولرئ چې لا تر اوسه هم زموږ په بدن کې ځينې ځانګړنې شته چې موږ د هغو په اړه ډېر نه پوهېږو او يوازې ډېر لږ کسان د انسان د بدن په دغو ځانګړنو پوهېږي.

په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د انسان د بدن د حيرانونکو ځانګړتیاوو پينځه ټکي در وپېژنو، د لیکنې تر پایه مو ملتیا وکړئ!

لومړی: د ورځې په اوږدو کې انسان خپل نیم ګرام وزن د خېټې د باد له امله له لاسه ورکوي.

د څېړنو پر بنسټ، د خېټې هر باد په مجموعي ډول ۰.۰۳۷۱ ګرامه وزن لري او د ورځې په اوږدو کې د انسان له بدن نه په منځني ډول ۱۴ ځله وځي.

دویم: د نوي زېږېدل شوي ماشوم د بدن د لوړ سن لرونکو انسانانو په پرتله ۶۴ ډېر هډوکي لري.

د نوي زېږيدل شوي ماشومانو بدن کابو ۲۷۰ هډوکي لري چې د هغوی د هډوکو د نرمښت لامل کېږي. کله چې د انسان سن لوړېږي د بدن ډېر هډوکي یې يو له بل سره يو ځای کېږي او يو نوی هډوکی رامنځته کوي، چې په پای کې د يوه بالغ انسان د هډوکو شمېر ۲۰۶ ته رسېږي. له همدې امله د يوه بالغ او معمولي انسان د هډوکو شمېر ۲۰۶ وي.

درېیم: د انسان د بدن دوه غړي تل وده کوي او د دغو دوو غړو وده هېڅکله نه ودرېږي.

د انسان د بدن دا ځانګړنه به تاسو ته حیرانونکې وي، خو حقیقت دا دی چې څېړنو په ډاګه کړې ده چې د انسان د پوزې او غوږونو وده د هغه د عمر تر پایه دوام مومي، ان کله چې د انسان د بدن د نورو غړو وده هم درېدلې وي، بیا هم د انسان د پوزه او غوږونه وده کوي.

څلورم: د انسان د بدن وينه د سیند د اوبو په څېر ده.

د انسان د وينې په جوړښت کې کابو هغومره مالګه شتون لري چې د يوه سیند د اوبو په جوړښت کې څومره مالګه شتون لري. د ترسره شويو څېړنو پر بنسټ دا د انسان د بدن داسې يو حقیقت دی چې باور کول ورباندې سخت دي خو دا خبره سل په سلو کې حقیقت لري.

پينځم: د انسان د معدې اسید کولای شي چې په خپل منځ کې يو پل اوبه کړي.

که د ۲۴ ساعتونو لپاره د انسان په معدې کې يو نوی او ډېر تېز پل شتون ولري، د انسان د معدې اسید یې دومره نری کوي چې موږ کولای شو هغه پل په ډېرې اسانۍ سره مات کړو. څېړني ښيي چې د انسان د معدې اسید اوسپنه خوړونکی دی، دا ځکه چې د معدې د اسيد د PH کچه ۲ تر ۳ پورې ده.