څومره پلی مزل باید وکړو او کومو وختونو کې ګټه لري

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه: حماد هلال

د مناسب اندام لرل د هر شخص او په ځانګړې توګه د مېرمنو لپاره د اهمیت وړ بحث دی. په دې دلیل دوی د هغو طریقو په لټه کې دي، چې وشي کولی خپل وزن کم او مناسب اندام ولري، د دې لپاره له هرې شونې لار ګټه اخلي.

مناسب اندام ته رسیدل ستاسو حق دی خو نه په هر قیمت. د وزن وچ والي او مناست اندام لرلو لپاره ډېرې طریقې شتون لري، خو فکر مو وي داسې طریقه وټاکئ، چې ستاسو روغتیا ته زیان ونه رسوي. موږ هم هڅه کړې په دې لیکنه کې تاسو ته د واضدې ویلو کولو غوره طریقه وړاندې کړو. یوازې دا نه چې دا طریقه ستاسو روغتیا لپاره ګټوره ده، بلکې له دې طریقه به ښه پایله هم لاسته راوړئ.

پلي ګرځيدلي د وزن کمولو او واضدې ویلو کولو لپاره ترټو غوره لار ده. خو دې  ټکي ته مو باید فکر وي، چې د پلي ګرځیدو لپاره کوم وخت غوره دی او یا دا چې څنګه او څومره باید پلي وګرځئ چې وزن مو کم شي. دا ټکي مو درته په دې مقاله کې راټول کړي.

په سهار کې پلي ګرځیدل

سهار چې کله ورزش کوئ، ستاسو د بدن ډېره واضده ویلې کېږي. لومړی د وینې د شکر کچه په سهار کې ټیته وي، چې بدن مجبوروي د انرژۍ لاسته راوړلو لپاره بله سرچېنه ولټوي، نو دې ته په کتو بدن واضدې څخه د سوخت انرژۍ لپاره ګټه  اخلي دوهم هغه هورمونونه چې د واضدې سوځیدنه ګړندۍ کوي لکه کورټيسول په سهار کې ډېر وي.

څېړنې ښايي هغه څوک  چې په سهار کې ورزش کوي، د ورزش کولو لپاره ډېر میلان لري خپل تمرین په ښه شکل مخ ته وړي او ورزش یې دوام لرونکی وي. دا شخص سهار کې ورزش کولو د ډېرو لپاره هوسا وي، ځکه وروسته له غرمې ستړي وي او د تمرین کولو لپاره میلان لږ وي.

په غرمه کې پلي ګرځيدل

په غرمه کې پلي ګرځيدل مناسب شرایط لري، ستاسو بدن د ورځې په اوږدو کې د تودوخې او وړتیا له مخې په مناسبو شرایطو کې وي او تاسو په دې شرایطو کې کولی شئ په ګړندي پلي ګرځيدو تمرکز وکړئ. ستاسو بدن به کالوري په چټکۍ له لاسه ورکړي. تاسو له خوبه ستړي نه یئ ویښ شوي او نه د دې فعالیت ترسره کولو وروسته ارامه کوئ؛ بلکې تاسو هغه څه چې غواړئ د ورځو په اوږدو کې یې ترسره کړئ ډېره انرژي غواړي.

د شپې له اړخه پلي ګرځيدل

هغه انرژي چې مو د اورځې په اوږدو کې لاسته راوړې ممکن دا هغه انرژي وي،  چې ستاسو بدن ورته اړتیا ولري، کولی شئ په اسانۍ سره د شپې له اړخه په  پلي ګرځيدو دا حالت له منځه یوسئ. هغه ستونزه چې د شپې له اړخه پلي ګرځيدل یې لري د خلکو همت دی. ځکه د ورځې په اوږدو کې خلک په پوره اندازه ستړي کېږي او بیا نوره انرژي د شپې له اړخه پلي ګرځيدو لپاره نلري.

د یو څه وخت تېریدو وروسته ممکن د هغې ستړیا په اساس چې د ورځې په اوږدو کې احساس کوئ له دې کار پښیمان شئ. د شپې له اړخه پلي ګرځيدل باید د خوب څخه نږدې وړاندې نه وي، ځکه ممکنه ده د خوب اختلالات منځ ته راوړي.

د پلي ګرځيدو لپاره غوره وخت کوم دی؟ 

د پلي ګرځيدو لپاره غوره وخت هغه دی چې تاسو یې غواړئ او د ارامۍ احساس پکې وکړئ. وپوهېږئ د بېلګې په توګه په سهار کې د دې کارکولو لپاره ډېره انرژي  لرې یا بل وخت دا په اشخاصو او د تمیلاتو پورې اړه لري.

څومره پلی مزل وکړو، چې واضده مو کمه شي؟

د وزن کمولو لپاره غوره ده، چې هره ورځ تقریباً له  ۳۰ نه تر ۹۰ دقیقو ګړندی مزل وکړو. کولی شئ کله زیاته او کله کم پلي وګرځئ، خو په ټوله کې باید لږ تر لږه ۱۵۰ دقیقې پلی مزل وکړئ. البته کولی شئ د پلي ګرځيدو وخت مو ۱۰ دقیقو یا ډېرو تقسیم کړئ. د ځان له ګرم کولو وروسته  که ۳۰ دقیقې مزل وکړئ، ډېره واضده به وسوځوئ. که پلي ګرځیده مو تازه پیل کړي وي، په لومړيو کې لږه اندازه پلي وګرځئ او بیا په تدریجي ډول دې وخت کې ډېروالی راولئ.

د ګېډې په ویلې کول کې د پلي ګرځيدو اغېز

هغه ټکی چې د غټې ګېډې د کوچني کولو لپاره یې باید تل په یاد ولرو، دا ده چې د ګېډې په سطحه د راټولو واضدو لپاره لومړی باید یو غذایي رېژیم  او د هغې کالوري انرژۍ کمول دي چې موږ یې لاسته راوړو. پلي ګرځيده په داسې شکل چې نه ډېر تېز وي او نه سلو د زړه د ضربان زیاتوالي لامل شي، د هغو خلکو لپاره چې د هډوکو ناروغي ونلري د ګېډې ويلي کولو لپاره غوره ورزش دی.

هغه څوک چې په لومړي ځل تمرین پیل کوي، باید په سیده سطحه د نیم ساعت لپاره پیل وکړي، په تدریجي او وروسته له یوې میاشتې کولی شي دا وخت یو ساعت ته زیات کړي او همدارنګه کولی په لوړو ژورو کې هم تمرین ترسره کړي.

.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.