اپریل 14, 2021

له معلول انسان سره تر واده کولو کولو وړاندې دغو ټکو ته پام وکړئ

Advertisements
ژباړه: حماد هلال

د کورنۍ په ارواپوهنه کې یو له جنجالي بحثونو څخه د معلول سره واده کول دي. د دې موضوع په څنګ کې دا سوال پیداکیږي، چې واده کول او کورنۍ جوړول د یو انسان په حیث د یو معلول کس لپاره تر کومه حده امکان لري؟

ډېری ارواپوهان دې سوال ته یو مشخص ځواب نلري. په دې سوال کې دا مهمه ده چې معلول کسان او هغه خلک چې جسمي ستونزې لري، د نورو خلکو په څېر د ژوند کولو حق لري.

فکر مو وي باید ممکن تاسو ټول ژوند ګډ تېر کړئ او باید پوه شئ چې ډېرې اړتیاوې به په سختۍ لاسته راځي.

غوره ده چې د هرې پریکړې تر نیولو وړاندې له ښه مشاور سره خبرې وکړو او بیا پرېکړه ونیسو. په دې کې لیکنه کې به د معلول شخص سره د واده په ټولو اړخونو رڼا واچوو، تر پای یې ولولئ.

هغه ټکي چې د یو معلول کس سره د واده پر مهال یې باید په فکر کې ولرئ؟!

هغه وخت چې غواړې له یو معلول یا هغه کس سره چې جسمي نیمګړتیاوې ولري واده وکړئ، هغه ټکي چې مخې ته راځي دقت سره یې پام کې ولرئ:

د معلول کس سره د واده پر مهال رحم کول!

لومړی او مهم اصل چې د سالم او معلول شخص د واده کولو سره د خلکو ذهن ته رسیږي دا دی چې د سالم شخص له لوري رحم وجود لري. ترحم یوه مهمه موضوع ده، چې دواړه لوري یې باید جدي ونیسي. د ځان سره ریښتنی فکر وکړئ چې ایا ستاسو ځواب د ترحم په وجه دی؟

که چېرته مو ځواب په قطعي ډول منفي نه وي تاسو نشئ کولی، چې ټول عمر لدې احساس سره د خپلې مېرمنې/خاوند ترڅنګ تېر کړئ، د څه وخت له تېریدو وروسته تاسو په دې موضوع کې ستړي کیږئ او نور منطقي ځوابونه به مو مخې ته راشي.

په دې شرایطو کې چې تاسو کوم زیان مقابل لوري ته اړوئ دا په لومړیو کې له یو منفي ځواب څخه ډېر زیات دی. که تاسو هغې/ هغه ته منفي ځواب ورکړئ، هغه به دا چانس ولري چې یوه عاطفي اړیکه د بل چاسره جوړه کړي. که تاسو اجازه ولرئ چې د ځان په اړه پریکړه وکړئ چې ټول عمر له ترحم سره د بل چا په څنګ کې تېر کړئ، خو تاسو دا اجازه نلرئ چې بل څوک داسې شرایطو ته دخیل کړئ او د هغه پرځای پرېکړه وکړئ.

د نور پر وړاندې زغم لرل!

که پرېکړه مو کړي وي چې له معلول شخص سره واده وکړئ، نو د خپل څنګ خلکو خبرو ته ځان تیار کړئ. دا مسایل د نورو له اړخه غیرې معمول دي هغوی خپل احساسات په مستقیم یا غیرې مستقیم ډول ستاسو غوږ ته رسوي. په یاد ولرئ، چې د نورو د کړنو فشار به ډېر زیات وي.

ایا دا وړتیا لرئ چې د دې ټولو فشارنو سره د ژوند له ملګري/ملګرې ترڅنګ پاتې شئ او له هغه ملاتړ وکړئ؟ دوهمې ګټې په دې مانا دي، چې مریض شخص د جسمي مشکلاتو په لرلو سره د خلکو پام هغه ته اوړي او هغه له دې توجه څخه خپلو موخو ته د رسیدو لپاره ګټه اخلي، ممکنه ده چې مقابل لوری د هغه جسمي شرایطو ته په کتو دا تمه له تا هم ولري چې د هغه هره غوښتنه ومنې او کېدای شي د ژوند په اوږدو کې هغه لدې خبرې د ځان په ګټه استفاده وکړي.

په داسې حال کې چې له دې ځانګړنو سره مقابل لوری تاسره مخ شوی وي، ښه فکر وکړه او لومړی دا ستونزه له منځه یوسه بیا د واده په اړه فکر وکړه.

موجود محدودیتونه!

مخکې له پرېکړې نیولو د واده لپاره د هغه چاسره چې جسمي ستونزې ولري، په دقت سره شته محدودیتونه بررسي کړئ. د مثال په ډول: ایا هغه کولی شی په لار لاړ شي؟ ایا له کور څخه بهر کار کولی شي او د ګټې کولو کسب لري؟ کومې کړنې او امتیازونه د هغه د معلولیت له امله ترې اخیستل شوي؟

د معلول شخص سره د واده په مهال له متخصص سره مشوره!

غوره ده چې یو کورني متخصص سره د خپلو حالاتو په اړه خبرې وکړئ او له هغه مشوره واخلئ. همدارنګه ښه خبره ده چې د خپل ژوند ملګري د معلولیت او اوسنيو شرایطو په اړه څېړنه وکړئ، حتا د هغه له  ډاکټر سره خبرې وکړئ. دا موضوع د دې لامل ګرځي ترڅو حالات لا ښه درک کړئ.

معلول سره د واده په وخت کې دواړه لورو ته وخت ورکول!

دا چې تاسو کولای شئ په دې شرایطو کې  مقابل لوري ته مخکې راشئ یاخیر، هغه موضوع ده چې د وخت په واسطه حل کیږي.

په همدې لامل غوره ده چې په ځواب ورکولو کې د عجلې په ځای، دې خلکو ته وخت ورکړئ او وګورئ چې له دې شرایطو وتلی شي که نه.

په دې لاره کې مو باید د سلوک [رویې] ځانګړنو ته هم فکر وي تر څو وکولای شئ د واده په اړه سمه پرېکړه وکړئ.

د معلولو وګړو افکار د واده په اړه!

معلول خلک، د واده په اړه ډېر فکرونه او وېرې لري. که  پرېکړه مو کړ وي چې له داسې خلکو سره واده وکړئ، نو غوره ده د هغوی خیالاتو او افکارو سره ښه بلد شئ.

له خیانت وېره!

هغوی فکر کوي، چې د یو سالم انسان څخه په دوهمه مرتبه کې دي او امکان لري چې د ژوند ملګری یې د یو سالم انسان په لیدو هغه پریږدي او بل شخص ته ورشي. که غواړئ د یو معلول شخص سره واده وکړئ، ښه ده چې په خپلو کړنو او خبرو د هغه دا وېره له منځه یوسئ. په دې لاره کې یوه مهمه طریقه دا ده، چې د مقابل لوري مثبت ټکي په نظر کې ونیسئ.

له منت [غوسې] څخه وېره!

معلول خلک د هغو نواقصو لرونکي دي، چې هغوی د مقابل لوري مرستې ته اړکوي. په همدې دلیل له دوی سره دا وېره اوسي، چې امکان لري مقابل لوری د هغوی له کارونو ستړی شوی وي او ښه چلند ورسره نکوي.

دا خلک د داسې خبرو او کړنو په وړاندې چې د غوسې [منت] رنګ او بوی لري ډېر حساس دي.

بې باوري!

هغه نا مناسبې کړنې چې دې ډله خلکو سره کیږي، د دې لامل ګرځي چې دوی د هر ډول محبت په وړاندې د بدۍ قضاوت وکړي او مینې ته د زړه سوي فکر وکړي یا نورې هغه کړنې، چې کاملاً بې منظوره شوې اوسي منفي تعبیر کړي.

په داسې شرایطو کې باید زغم وکړئ او په حوصلې سره د مقابل لوري تیروتی فکر اصلاح کړئ.

 

ذهني نقشه؛ که د ازموینو پرمهال ترې استفاده وکړئ، ښې نمرې به ترلاسه کړئ

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : ځوانان او زده کړې

Advertisements ذهني نقشه یو ډیاګرام دی چې د نظرونو، فعالیتونو، یا نورو کلیدي ټکو یا مفکورو پورې اړوند توکو د څرګندولو ډیاګرام دی چې دا ډیاګرام د نظرونو او افکارو رامنځته کولو، تنظیمولو، او جوړښت ... نور ولولئ