معاذ بن جبل رض
حضرت معاذ رض د جبل انصاری خزرجی زوی و . څېره یې روښانه او تازه وه. غاښونه یې له سپینوالي برېښېدل. سترګې به یې تل تورولې. ځوان، زړور او ښایسته و. د خپل قام له ټولو ځوانانو غوره و. خدای ج هر هغه څه ورکړي چې له هغه یې غوښتل. په ټولو غزاوو کې یې ګډون کړی او په بدر کې ۲۱ کلن و.
مسلمانېدل یې:
دی د هغو ۷۰ کسانو له ډلې و چې مدینې ته راغلل او حضرت محمد ص ته یې بیعت وکړ. کله چې بیعت یې وکړ او مسلمان شول، معاذ بن جبل له خپل ملګري معاذ بن الجموح سره مدینې ته راستون او د حضرت محمد/ د اسلام دین لپاره یې تبلیغ پیل کړ.
حضرت معاذ بن جبل رض هغه کس و چې د حضرت محمد ص په ژوند یې قران کریم راټول کړ. رسول الله ص د معاذ په اړه ویلي و: « قران له څلورو کسانو زده کړئ….» له دې څلورو یې یو معاذ رض ښودلی و. رسول الله ص ویلي: « تر ټولو مهربانه امتي مې ابوبکر، د دین په ساتنه کې تر ټولو ځواکمن عمر، رښتینی او تر ټولو حیاناکه عثمان، تر ټولو ډېر عملي کوونکی علي، د فرایضو پر علم د ډېرې پوهې خاوند زید بن ثابت، پر قران تر ټولو برلاسی ابی بن کعب او پر حلال و حرام خورا پوهېدونکی امتي مې معاذ بن جبل، ابو عبیده بن جراح امین دی. ابو هریره د علم لوښی، سلمان د علم سیند دی چې پای یې نه دی مالوم، له ابو ذر نه رښتینی بل نه شته».
معاذ او ابو موسی اشعري ته د حضرت محمد ص وصیت دا و چې: صدقې به یوازې له څلورو شیانو اخلي( وربشې، غنم، خرما، ممیز/وڅکي). حضرت معاذ بن جبل رض د حضرت محمد ډېری وصیتونه اورېدلي، ساتلي او پلي کړي و.
د پوهې کچه یې:
عائد بن عبدالله وايي: یوه ورځ د عمر رض د خلافت په لومړیو کې له نورو صحابهوو سره جومات ته ننوتم. هلته کېناستم، ګورم ټول صحابیان د حضرت محمد ص حدیثونه نقلوي. په دې دیني کړۍ کې یو ښایسته او نوراني ځوان هم ناست و. کله به چې صحابه له کومې ستونزې سره مخ شول؛ نو له دې نوراني ځوانه به یې پوښتنه کوله او هغه به ځواب ورکاوه. کله چې غونډه ختمه شوه، ځوان ته ورنږدې شوم، ترې ومې پوښتل چې څوک یې ؟
ویې ویل: معاذ بن جبل یم.
غوره والی یې:
د حضرت معاذ بن جبل رض په اړه د حضرت محمد ص دا خبره بسنه کوي چې ورته ویلي و: « پر خدای ج قسم ای معاذه! پر ما دېر ګران یې». کله یې چې یمن ته استوه؛ نو حضرت محمد ص معاذ ته داسې ویلي و: « خدای دې تا له مخې، له شا، له ښي لاسه، له کیڼ لاسه، له ښکته خوا نه وساتي. د انسان او پېري له شره دې تا حفظ کړي».
عمر رض وايي: « که معاذ بن جبل نه وی، عمر هلاکېده». همدارنګه بل ځای بیا وايي: « ټولې ښځې د معاذ په څېر زوی راوړلو څخه عاجزې دي. که معاذ نه وی، عمر هلاک و».
د معاذ بن جبل رض مړینه:
حضرت معاذ بن جبل رض د عمر رض د خلافت په دوران کې د طاعون له امله په شام کې روح حق ته وسپاره. دا پېښه د هجرت په ۱۷ کال وشوه. ۳۴ کاله یې درون او با عزته ژوند کړی و.
ژباړه