ولې ماشومان له خپلو والدینو څخه خپلې تیروتنې پټوي؟ ۳ لاملونه لري

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: آلما افغان
تاسو به ډیر کله لیدلې وي چې ماشوم په یو صورت هم نه غواړي چې خپلې تیروتنې خپلو والدینو ته ښکاره کړي، موږ درته ځینې داسې عادات درښیو چې ورته په پام د خپلو ماشومانو تیروتنې ښکاره او حل کړئ:
۱- وهل
که کوم وخت مو ماشوم تیروتنه وکړه او تاسو پرې سمدواره ګذار وکړ، نو پوه شئ چې د ماشوم څخه مو د راتلونکو تیروتنو د بیانولو زړه او ژبه واخیسته.
هیڅکله هڅه مه کوئ ماشومان د تیروتنې پروخت ووهئ، ځکه کیدای شې په راتلونکې کې ډیرې لويې، لويې تیروتنې له تاسو پټې کړي او خدای مکړه دا چاره به ډیره بده پایله وزیږوي.
د تیروتنې پروخت پر ماشوم د قهرجن لاس پرځای د هغوی پر سر د مهربانۍ لاس راښکاږئ او په ډیري ارامۍ يې پوه کړئ ترڅو؛ بیا تیروتنه تکرار نه کړي.
۲- دروغ ورته مه وايئ
دروغ ویل مو د ماشومانو پر وړاندې شخصیت خاموي.
که چیرته مو ماشوم کومه تیروتنه وکړي، نو تاسو ورته دروغ مه وايئ، هڅه وکړئ د خپلې غلطۍ رښتینې بڼې ورته بیان کړئ، لکه؛ ستاسو ماشوم د کور کړکۍ ماته کړه، نو داسې ورته مه وايئ چې که پلار دې راغی نو مړ به دې کړي او یا به دې پښې او لاسونه درمات کړي…
برعکس؛ ورته په ډیر ارام فکر ووایئ: بچیه! ستا دا تیروتنه کیدای شې د پلار د نارضایت کیدو سبب شي او که خدای مکړه پلار جان دې نارضا شې الله ج به هم درڅخه خفه شي او یا داسې هم ورته ویلی شئ: زویه! کړکۍ دې ماته کړه کیدایشې موږ یخ ووهې یا هم ماشې مو وچیچي ناروغان به شو.
د درواغو پرځای ماشوم ته ریښتیا ووایئ دا چاره به مو ماشوم نه یواځې دا چې د راتلونکو تیروتنو تکرار څخه وساتي، بلکې ماشوم ته به چانس ورکړل شي چې هیڅکله خپله تیروتنه له تاسو پټه نه کړي.
۳- منفي ذهنیت جوړول
ماشوم ته د تیروتنې پرمهال داسې خبرې مه کوئ، چې هغوی ته منفي ذهنیت جوړ شي برعکس؛ مثبت ذهنیت ورکړئ
د مثال په توګه:
ستاسو اولاد ستاسو له جیبه څو روپۍ وویستلې ترڅو ځان ته پرې څه واخلې…
کله چې تاسو پرې پوه شوۍ نو سمدواره داسې ورته مه وايئ چې اوهو هو!!! نن دې پیسې پټې کړې سبا به زنا هم وکړې یا شراب به هم وخورې…
نه نه!
دا عکس العمل مو هیڅ سم ندی، هڅه وکړئ داسې مثبتې خبرې خپل اولاد ته وکړئ چې هغه په خپلې تیروتنې پښیمانه او راتلونکې کې يې تکرار نه کړي، کیدای شې تاسو داسې ورته ووایئ: بچیه زه دا دومره ډیره خواري کومه یواځې تا لپاره چې هرڅه ته دې اړتیا وي ښکاره وایه زه يې درته اخلم او یا هم نغدې پیسې درکوم.
خپلو ماشومانو ته مو ځانګړې پاملرنه وکړئ ځکه د اولاد سالمه تربیه ستاسو راتلونکی ارام او تضمینوي.