ایران: د افغانستان وضعیت ته ډېر اندېښمن یو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او وروستیو تحولاتو په اړه ویلي چې دوی د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دي.

د یاد وزارت ویاند سعید خطیب زاده زیاته کړې چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري.

هغه څرګنده کړې چې ایران له سیمه ییزو هېوادونو سره د افغانستان په اړه د خبرو اترو په حال کې دي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې امریکا د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو لړۍ پیل کړې ده چې ورسره په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه هم خپل اوج ته رسېدلې ده، دې چارې بیا د هېواد د راتلونکې په اړه افغانان هم سخت اندېښمن کړي دي.

بلخوا د امریکا لوی درستیز جنرال مارک مېلي له اسوشیټډ پرس اژانس سره په مرکه کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته پر دوو احتمالي نتیجو خبرې کړې دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې افغان ځواکونه پياوړي، روزل شوي، مجهز او په ښه روحیه سمبال دي خو په خبره یې کېدای شي د طالبانو پر وړاندې له بدو پایلو سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړې چې دا یو احتمال دی چې ښایي افغانستان له ډېرو بدو پایلو سره مخ شي خو دا احتمال هم لرې نه دی چې افغان پوځ به له خپل حکومت سره یو ځای پر ټولو ستونزو برلاسی شي.

مېلي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکرات مهم بللي دي او ټینګار یې کړی دی چې افغانان په خپلمنځي خبرو خپل هېواد له کورنۍ جګړې ژغورلی شي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن یو ځل بیا ویلي چې دوی په افغانستان کې خپل اهداف لاس ته راوړي او اوس وخت دی چې خپل سرتېري له دغه هېواد څخه وباسي.

نوموړي له سي‌بي‌اس سره په تازه مرکه کې ویلي چې افغانستان ته د امریکایي سرتېرو د تګ هدف د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د طراحانو له منځه وړل و چې دا هدف تر لاسه شوی دی.

نوموړي دغه راز د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به طالبان د افغانستان کنټرول په لاس کې واخلي وویل، له افغانستانه د ځواکونو ایستل په دې مانا نه دي چې دا هېواد به یوازې پاتې وي، د امریکا سفارت به په افغانستان کې وي او امریکا به د افغانستان اقتصادي، انساني او پراختیایي ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه راز ویلي چې دوی به د ځواکونو تر وتلو وروسته د هرې سناریو پر وړاندې مبارزې ته چمتو اوسي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي