چینایې لوبډلې په حیدر اباد ځانته لار جوړه کړه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د چینایې سوپر کینګز لوبډلې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې وروسته د روانو لوبو دویم پړاو ته لار پیدا کړه.

 د هندوستان د کورني کرکټ په دغه ۲۰ اوریزه غوره لیګ سیالیو کې دواړه د چینايې او حیدر اباد لوبډلې سره مخامخ شوې، چې پکې سنرایزرز حیدر اباد د چینايې سوپر کینګز خلاف ماتې وخوړه او په همدغې بریا سره د چینايي لوبډله دویم پړاو «پلی اف» ته ورسیده.

 په سیالۍ کې حیدر اباد لوبډلې د اوپنر شیکر ډاون د ۷۹ او لوبډلمشر کین ویلیمسن د ۵۱ زیاتو منډو جوړلوو پرمټ د چینايې لوبډلې ته د ۱۸۰ منډو هدف ورکړ.

 په ځوابي لوبه کې چینايې لوبډلې د خپلو دوه لوبغاړو په سوځیدو سره دغه هدف د امبتي رایډو د سلیزې او شین واټسن د ۵۷ منډو پرمټ د لوبې په ۱۹ اور کې په اسانۍ سره پوره کړ او په دغه لیګ سیالیو کې یې خپله ۸ مه بریا خپله کړه.

 له دې وروسته به دوه نورې لوبډلې د پاتې ۶ لوبډلو پنجاب، ممبيي، بنګلور، راجستان، ډهلي او کلکتې څخه دویم پړاو «پلی اف» ته لار پیدا کوي.

 د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ دغه سیالۍ د تیرې اپریل میاشتې په ۷ مه نیټه په هندوستان کې پیل شوې دي او د روانې مۍ میاشتې تر ۲۷ مې نیټې پورې به دوام وکړي.