د هندوستان آی پي ایل سیالیو څوارلسم پړاو اوس په هند کې د اتو لوبډلو ترمنځ روان دی، چې پکې په دې ټولو پړاونو کې د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې الراونډر لوبغاړي ایلي بي مارکل ددې لیګ په تاریخ کې تر ټولو اوږده شپږیزه وهلې ده.
ایلي بي مارکل په ۲۰۰۸م کال کې ۱۲۵ متره اوږده شپږیزه ووهله، چې اوس د آی پي ایل په تاریخ کې تر ټولو د اوږدې شپږیزې وهلو ریکارډ له ځان سره لري.
د IPL په تاریخ کې هغه لس لوبغاړي، چې اوږدې شپږیزې یې وهلې
۱ـ ایلي بي مارکل؛ د سویلي افریقا، په چینای سوپر کینګز لوبډله کې، ۲۰۰۸ کال، ۱۲۵ متره،
۲ـ پروین کمار؛ هندوستان، په کینګز پنجاب لوبډله کې، ۲۰۱۱ کال، ۱۲۴ متره.
۳ـ آدم ګیلچریسټ؛ اسټرالیا، په کینګز پنجاب لوبډله کې، ۲۰۱۱ کال، ۱۲۲ متره.
۴ـ روبین اُتاپه؛ هندوستان، په کلکتې لوبډله کې، ۲۰۱۰ کال، ۱۲۰ متره.
۵ـ یوراج سینګ؛ هندوستان، په کینګز پنجاب لوبډله کې، ۲۰۰۹ کال، ۱۱۹ متره.
۶ـ ګاتم ګمبیر؛ هندوستان، په کلکتې لوبډله کې، ۲۰۱۷ کال، ۱۱۷ متره.
۷ـ بین کټینګ؛ اسټرالیا، په حیدراباد لوبډله کې، ۲۰۱۶ کال، ۱۱۶ متره.
۸ـ مهندرا سینګ ډوهني؛ هندوستان، په چینای سوپر کینګز لوبډله کې، ۲۰۱۲ کال، ۱۱۲ متره.
۹ـ اي بي ډیویلرز؛ سویلي افریقا، په رویال چلینجرز بنګلور لوبډله کې، ۲۰۱۸ کال ۱۱۱ متره.
۱۰ـ ډیویډ مېلر؛ سویلي افریقا، په کینګز پنجاب لوبډله کې، ۲۰۱۶ کال، ۱۱۰ متره.