د زړه د سکتې ځینې نښې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ډېری خلک ګمان کوي چې د زړه د سکتې تر ټولو څرګنده نښه د سينې په کپس کې د درد احساس دي. دا سمه ده چې د سينې په کپس کې د دردونو را پيدا کېدل د زړه ناروغيو او سکتې يوه نښه ده خو ځینې نورې نښې هم شته چې په رابرسېره کېدو یې پوهېدلای شو چې د زړه ناروغي لرو او کېدای شي د زړه له سکتې سره مخ شو.

په نننۍ لیکنه کې غواړو چې تاسو ته همدا نښې در وپېژنو تر څو وکولای شئ د زړه د سکتې له احتمالي خطر څخه ځان وژغورئ!

لومړی: په خوب کې د ساه بندېدل

کله کله په خوب کې زموږ ساه بندېږي خو د ساه دا ډول بندېدل که د څو شېبو لپاره وي عادي خبره ده، خو که چېرې له لسو شېبو څخه زیات شي، باید جدي وګڼل شي ځکه چې د زړه د ناروغي يوه ښکاره نښه ده. په خوب کې د ساه بندېدل کېدای شي د انسان د مرګ لامل شي نو که چېرې ستاسو ساه هم د خوب پر مهال بندېږي نو ارومرو د زړه د ناروغیو اړوند ډاکټر ته ورشئ تر څو ژر تر ژره مو درملنه وشي.

دویم: د بدن کمزورتیا

ایا په دې پوهېدئ چې ستاسو د لاسونو پياوړتیا ستاسو د زړونو پیاوړتیا ده؟

څېړنو ښودلي دي، څومره چې په يو څه د فشار راوړلو پر مهال ستاسو د لاسونو پياوړتیا ډېره وي، هغومره د زړه پر ناروغۍ د اخته کېدو شونتيا لږه وي. خو که په يو څه د فشار راوړلو پر مهال ستاسو د لاسونو پياوړتیا لږه وي، نو کېدای شي د زره پر ناروغۍ اخته شئ. که چېرې ستاسو د لاسونو پياوړتیا لږه وي نو ارومرو ډاکټر ته ورشئ، ځکه چې کېدای شي تاسو د زړه پر ناروغۍ اخته اوسئ.

درېيم: ګنګسیت

ګنګسیت د زړه د ناروغي يوه بله څرګنده نښه ده او کېدای شي په نارينه او ښځينه‌وو کې د زړه د سکتې لامل شي. دا باید هېر نه کړو چې ګنګسیت بېلابېل لاملونه لرلای شي او د زړه ناروغۍ يو لامل هم کېدای شي ګنګسیت وي. کله چې څوک د زړه ناروغي ولري، په بدن کې یې په کافي کچه وينې ماغزو ته نه رسېږي نو له همدې امله انسان له ګنګسیت سره مخ کېږي.

څلورم: جنسي ستونزې

کېدای شي باور ونه کړئ، خو کله کله په نارینه او ښځو کې جنسي علاقې کمزورتيا د زړه د ناروغې يوه نښه کېدای شي. او د دې امکان شته چې دا ډله خلک د زړه ناروغي ولري او د زړه سکته وکړي. کله چې څوک د زره ناروغي ولري نو د وينې جريان یې د لوړ فشار او يا لوړ کلسټرول له امله بندېږي او يا په ګرځېدو کې یې لږ څه ستونزه رامنځته شي نو په ښځو او سړيو کې جنسي اړيکو علاقه کمېږي.

پينځم: د پوستکي د رنګ بدلون

کله چې يو انسان د زړه ناروغي ولري نو د ګوتو رنګ یې خړ او يا اوبرنګه کېږي دا ځکه چې د دغه کس د وينې په جريان کې اکسیجن نه وي.

شپږم: له د غاښونو له ووريو د وينې بهيدنه

که څه هم تر اوسه له ووريو د وينې بهېدنې او د زړه ناروغۍ ترمنځ اړيکې نه دي په ډاګه شوې خو ترسره شوې څېړنې ښيي چې له ووريو څخه وينه بهیدنه کېدای شي د زره د ناروغۍ يوه څرګنده نښه وي. کله چې له ووريو وينه بهېږي نو د زړه د مېکروبي کېدو لامل کېږي او ددغې پېښې دوام د زره د سکتې لامل کېږي.

اووم: له کچې ډېره ستړيا

د ستړيا يوازينی لامل ډېر کار اؤ کم خوب نه دی، کله کله د زره ناروغي هم د ستړيا لامل کېدای شي. ځکه چې د زره عضله هغومره پیاوړې نه ده چې د بدن اړتیاوې پوره کړي نو که چېرې له کچې ډېره ستړيا احساسوئ ژر تر ژره ډاکټر ته ورشئ تر څو وکولای شئ د زړه د سکتې نه مخنیوی وکړئ.