بنګلور د ډهلي هیلې پای ته ورسولې؛ خو د خپل مخکې تګ لپاره هم حیران دي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ په ۲۰ اوریزه «IPL» تجارتي سیالیو کې د رایلز چیلنجرز بنګلور لوبډلې د ډهلي دریډ ویلز لوبډلې د مخکې تګ چانس پای ته ورسو، خو د خپل مخکې تګ لپاره هم حیرانه ده.

بنګلور لوبډلې د یولسم پړاو «IPL» سیالیو په خپلې یولسمې لوبه کې د ډهلي لوبډلې د ۱۸۲ منډو هدف د لوبډلمشر ویرات کوهلي د ۷۰ او ای بي ډي ویلرز د ۷۲ ناسوځیدلو منډو پرمټ د لوبې په ۱۹ م اور کې پوره کړ او د روان لیګ سیالیو څلورمه بریا یې خپله کړه.

 په سیالۍ کې ډهلي لوبډله د ماتې په خوړولو د روان لیګ څخه بهر شوه، چې د خپلو ۱۲ لوبو څخه یې یوازې په ۳ لوبو کې بریاوې خپلې کړې.

له بل خوا د بنګلور لوبډلې د خپلو ۱۱ لوبو څخه په ۴ لوبو کې بریاوې خپلې کړې دي او که چیرې په خپلو پاتو ۳ راتلونکو لوبو کې د پنجاب، حیدر اباد او راجستان لوبډلو ته ماتې ورکړي او هم د کلکتې لوبډله په راتلونکو دوه لوبو کې د حیدر اباد او راجستان خلاف د ماتو سره مخ شي او ترڅنګ یې ممبيي لوبډله هم په یوه لوبه کې د ډهلي با راجستان څخه ماتې وخوري، نو د بنګلور مخکې تګ لپاره چانس برابريږي، چې په اوس وخت کې دا کار ستونزمن ښکاري.

 د «IPL» سیالیو د رسمي ویب پاڼې د معلوماتو پر اساس حیدر ابد لوبډله د لمړي لوبډلې په توګه دویم پړاو ته رسیدلې ده او هم یې ترڅنګ د چینايي لوبډله یو قدم وروسته پاتې ده.

د چینايي لوبډلې وروسته پنجاب لوبډله هم د ۳ پاتو سیالیو څخه په دوه لوبو کې د بریاوو په خپلولو سره دویم پړاو ته رسیدلی شي.

د یولسم پړاو دې لیګ سیالیو څخه به د روانې مۍ میاشتې په ۲۰ مه نیټه ۴ لوبډلې دویم پړاو ته د ورتګ په موخه په ډاګه شي او هم به د همدې میاشتې په ۲۷ مه نیټه دا لوبې پای ته ورسیږي.