د روژې په میاشت کې د دعا قبلېدلو وختونه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د روژې په مبارکې میاشت کې خدای پاک داسې وختونه او ساعتونه موږ ته ایښي چې د له خپلو بندګانو څخه دا غواړي تر څو موږ ورڅخه خپل حاجت وغواړو او خدای پاک یې قبول کړی. یو روژه دار باید کوښښ وکړي، چې دا وختونه ضایع نه کړي.
دا چې دا وختونه او ساعتونه کوم دي، په دې لیکنه کې یې ولولئ:

۱ـ له روژه ماتې څخه مخکې شېبې؛

مخکې له روژه ماتي څخه کوښښ وکړئ، چې ټول کارونه مو خلاص کړئ او له اذان څخه مخکې خپل پاک رب ته لاسونه پورته او دعا وکړئ.
د روژه ماتي په وخت کې د دعا قبلېدو په هکله ډېر روایتونه راغلي، خو په خواشینۍ سره زموږ خلک د روژه ماتي په وخت کي خوراک ته ژرکښېني او مخکې له روژه ماتي څخه دعا نه کوي، چې په دې سره د خپلې روژې یو ډېر لوی حکمت له لاسه ورکوي.

۲ـ د شپې اخري وخت مخکې له پیشلمي؛

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کړي، چې په روژې مياشتې کې هره شپه تر سهاره پورې د الله تعالی له لوري يو څوک اواز کوي، او وایي، چې ايا کوم څوک شته، چې د خپلو ګناهونو بښنه غواړي، او ورته وبښل شي؟ ايا کوم توبه‌کوونکی شته چې موږ يې توبه قبوله کړو، ايا څوک شته چې دعا وکړي او موږ يې ورته قبوله کړو، ايا څوک شته چې سوال وکړي او موږ يې ضرورت ورته پوره کړو؟
نو کوښښ وکړئ، چې په دې وخت کې استغفار ووایئ، او الله پاک ته دعا وکړئ، د ځان او نورو مسلمانانو لپاره بښنه وغواړئ.

۳ـ د سهار له لمانځه نه وروسته کیناستل دي؛

کله چې د پېشلمي وخت خلاص شي، او د سهار اذان وشي، تر هغه وخته چې لمر راپورته کېږي، عبادت کول ډېر ثواب لری، چې عبادت کوونکي ته یې په بدل کې لوی اجر ورکول کېږی.