د ښځینه ژوند تاریخ

رنګین تجريدي ډیزاین

ښځه په يوه لاس جهان زنګوي په بل زانګو او ماشومان زنګوي
ښځه ښادي او خوشحالي ده د ژوند
ښځه ډيوه ده رڼايي ده په ژوند کې
ښځه د اخلاص او درڼا نښه ده
ښځه په ژوند کې دوفانښه ده
ښځه هوا وه چې جنت کې ګرځي
هوا د ادم په محبت کې ګرځي
ښځه مريم ده چې عيسی زيږوي
عيسی مړ جسم لره ساه ورکوي
ښځه اسيه وه دفرعون په کور کې
دخپل پاک خدای په نوم خپل ژوند
هيروي ښځه ملاله وه سنګر ګټلې
ښځه نازو وه مير ويس خان روزلې
ښځه اخلاص او د وفا نښه ده
ښځه په عشق کې دليلا نښه ده
که د حفيظ د شعر ديوان وګورې
ښځه ښکاره د ژوند ښکلا نښه ده

ښکلا لري خو د بشر ښایست د هیڅ ښایست سره ورته نه دی.
د الله ج په دې ښایسته خلقت کې ښځه د بشري تاریخ په اوږدو کې تر ټولو مظلومه طبقه ده ښځې د اسلام د ظهور وړاندې په عربو کې ژوندۍ ښخې کړی شوي، تر هغه وړاندې بیا ورته د پخواني چین په ټولنه کې دهغوی په قانون کې ذکر شوي و چې، ښځه د نړۍ پر مخ تر ټولو بې ارزښته مخلوق دی.
رومیانو ورته نا اهله لقب ورکړی و او تر‌ دې لا هم سپکه او حقیره ګڼل کیدله چې په پنځمه پیړۍ کې مسیحانو په دې خبره بحث کوه چې ایا ښځه هم دنارینه و په شان روح لرونکی جسم دی او که نه.

خو په اومه میلادي پیړۍ کې یعنې څوارلس سوه کاله مخکې د اسلام د راتګ سره ښځې ته د عزت او برم احترام ورکړ شو.
ښځه یې د نارینه اړتیا وبلله هغه یې د ژوند پر مختګ کې د نارینه سره شریکه کړه او نارینه ته یې دا په ډاګه کړه چې ښځه که له یوې خوا د ټولنې نیمه برخه ده خو له بلې خوا د خاوند لپاره ارام ډاډ خوښي او تسکین راوړونکې ده او نارینه یي په دې مامور کړ چې ښځې ستاسو لوي حمایت دی او د نارینه د کږیدو په مهال یي د هغه لپاره امثا وبلله.

لومړنی شخص چې د فرعون د دیکتاتورۍ په مقابل کې پاڅیده…… سړی نه بلکه یوه ښځه وه (بي بي اسیه)

لومړنی شخص چې مکه او کعبه یې اباده کړه سړی نه بلکه یوه ښځه وه (بي بي هاجره)

لومړنی شخص چې د ځمکې پر مخ تر ټولو ښې اوبه یې وڅښلې سړی نه بلکه یوه ښځه وه (بي بي هاجره)

لومړنی شخص چې په پیغمبرﷺ یې ایمان راوړ سړی نه، بلکه یوه ښځه وه (بي بي خدیجه رضی الله عنها)

لومړنی شخص چې د اسلام په لار کې یې خپله وینه قرباني کړه او شهیده شوه، سړی نه، بلکه یوه ښځه وه (بي بي سمیه)

لومړنۍ شخص چې د اسلام په لاره کې یې خپل مال مصرف کړ، سړی نه، بلکه یوه ښځه وه (بي بي خدیجه رضی الله عنها)

لومړنۍ شخص چې په اسمان کې یې خبره اوریدل شوې، سړی نه بلکه یوه ښځه وه (خوله بنت ثعلبه)

لومړنی شخص چې د صفا او مره ترمنځ یې سعیه ترسره کړه، سړی نه بلکه یوه ښځه وه (بي بي هاجره)

اوس په میلیونونو مسلمانان باید د هغې ښځې حرکات ترسره کړي، که نه نو حج یې نه قبلیږي
هوکې….

ښځه د سکون سمبول دی د عزت سمبول دی او د ځانګو ستره استاده ده کوم چې نن په خپلو لاسونو د امپراتور عالم او یو لوي انسان ځنګوي.
ښځه کله چې لور وي پلار ته د جنت در وازه خلاصوي.
کله چې مېرمن شي نو د خاوند ایمان تکمیلوي.