افغانستان يو اسلامي هېواد دی نو ځکه د هېواد وګړي هر کال د روژې په مبارکه مياشت کې روژه نیسي او په معمولي ډول هر کال د دغې میاشتې لومړۍ ورځ عمومي رخصتي اعلانېږي.
خو د لومړۍ ورځې د رخصتۍ ترڅنګ د دولتي ادارو د کارکوونکو په کاري ساعتونو کې هم کمښت راځي.
سږ کال هم د هېواد د کار او ټولنيزو چارو وزارت د تېرو کلونو په څېر د دولتي کارکوونکو په کاري ساعتونو کې کمښت راوستلی دی.
د کار او ټولنيزو چارو شهيدانو او معلولينو وزارت په خپلې خبرپاڼې کې ویلي دي چې، د روژې مبارکې میاشت له لومړۍ ورځې څخه چې د وري له ۲۴ مې نېټې يعنې سه شنبې څخه پیلېږي د غويي ۲۳ یعني پنجشنبه تر ورځې پورې چې د روژې وروستۍ ورځ ده، د دولتي ادارو کارکوونکو کاري ساعت به د سهار له ۸ بجو څخه پیلېږي او د ماسپښين تر ۱ بجې پورې به دوام مومي.
د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ د هېواد سترې محکمې وټاکله، خو په همدې حال کې د جوماتونو د ملا امامانو نظر هم په دې برخه کې خلکو ته ډېر ارزښت لري.
په معمولي ډول د هېواد ستره محکمه د سعودي عربستان د روژې مبارکې میاشت لومړی ورځ په افغانستان کې هم د لومړی ورځې په توګه ټاکي. سږ کال هم همداسې وشول او د سعودي عربو د روژې لومړۍ ورځ د افغانستان د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځې په توګه وټاکل شوه.