د اسټرالیا د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې چټک توپ اچونکي پات کومینز په هندوستان هیواد کې د مرسته رسولو له صندوق سره د ۵۰ زره امریکايي ډالرو مرسته کړې، چې د کورونا ویروس په مخنیوي کې د هندي وګړو سره مرسته وکړي.
پات کومینز پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې لیکلې، موږ ته د لوبغاړو په توګه دا مناسبه ده، چي په دې بد وضعیت کي د خلګو لاسنیوی وکړو او د خوندي ساتلو په موخه یې هڅي وکړو.
هغه لیکلي:
«دلته ډېر بحثونه وجود لري، چي ایا د آی پي ایل سیالیو ته جریان ورکول مناسب کار دی، په داسي حال کي چي کورونا ناروغۍ خورا په چټکۍ هند کې روانه ده. د لوبغاړو په توګه موږ ته دا په کار ده، چي د میلیونونو خلګو ستونزو ته ورسیږي او د خوندي ساتلو لپاره یې هڅي وکړو. نو په همدې خاطر ما د مرستي رسوني له صندوق سره مرسته وکړه، تر څو په کورونا د اخته کسانو لپاره وسایل او اکسېجن واخلي.»
— Pat Cummins (@patcummins30) April 26, 2021
پات کومینز وروسته له هغه له هندي حکومت سره مرسته کوي، چې دې هیواد کې هره ورځ په زرګونه کسان په کورونا ویروس اخته کیږي او دا وبا د نورو هیوادونو خلاف په هند کې خورا په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې ده.
د هندوستان لومړي وزیر نریندا مودي ددې بد وضعیت د کنټرول په موخه پر ټولو د مرسته کولو ږغ کړی و، چي د هند په آی پي سیالیو کې اوسني لوبېدونکي اسټرالوي لوبغاړي د لوبغاړو په استازیتوب لومړی مرسته وکړه.
پات کومینز پر نورو لوبغاړو هم د مرستې کولو ږغ کړی.
دا اسټرالوی لوبغاړی پر داسي مهال له هندي حکومت سره مرسته کوي، چې تازه دوو نورو اسټرالوي لوبغاړو آدم زیمپا او کین ریچارډسن بیا د کورونا ویروس له ویري آی پي ایل سیالۍ پرېښولې او خپل هیواد اسټرالیا ته ستانه شول.
رویال چلینجرز بنګلور لوبډلې پر خپلې رسمي ټويټر پاڼې خبر ورکړی، چې آدم زیمپا او کین ریچارډسن ورڅخه جلا سړي، خو په اړه یې ویلې، چې د شخصي ستونزو له امله دا دوو لوبغاړو آی پي سیالۍ پرېښولې او خپل هیواد اسټرالیا ته ستانه شول.
دې لوبډلې ویلې، موږ د آدم زیمپا او کین ریچارډسن پرېکړې ته په بشپړه توګه احترام لرو او له دوی څخه ملاتړ کو.
Official Announcment:
Adam Zampa & Kane Richardson are returning to Australia for personal reasons and will be unavailable for the remainder of #IPL2021. Royal Challengers Bangalore management respects their decision and offers them complete support.#PlayBold #WeAreChallengers pic.twitter.com/NfzIOW5Pwl
— Royal Challengers Bangalore (@RCBTweets) April 26, 2021
راپورونه بیا وایي دې دوو لوبغاړو د کورونا ویروس له ویري دا لیګ پرې ایښی؛ ځکه هند کې دا وبا خورا په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده او هره ورځ د سلو زرو په شاوخوا کې کسان پرې اخته کیږي او په زرګونه وږورڅخه وژل کیږي.