د هندوستان آی پي ایل سیالیو ۱۴م پړاو د روانې اپرېل میاشتې په نهمه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شو، چې تر دې دمه پورې یې شل سیالۍ ترسره شوي دي.
موږ په دې لیکنه کې لس هغه لوبغاړي درپېژنو، چي تر دې دمه پوري یې په آی پي ایل سیالیو کې زیاتې ویکټې اخیستې دي.
۱ـ هاریش پټېل؛ بنګلور لوبډله، ۵ لوبو کې یې ۱۵ ویکټې اخیستې دي، ۱۶۷ منډې یې ورکړې دي.
۲ـ اویش خان؛ ډهلي لوبډله، ۵ لوبو کې یې ۱۱ ویکټې اخیستې دي، ۱۳۷ منډې یې ورکړې دي.
۳ـ راهول چاهار؛ ممبي لوبډله، ۵ لوبو کې یې ۹ ویکټې اخیستې دي، ۱۳۷ منډې یې ورکړې دي.
۴ـ کریس موریس؛ راجستان لوبډله، ۵ لوبو کې یې ۹ ویکټې اخیستې دي، ۱۶۲ منډې یې ورکړې دي.
۵ـ ډیپک چاهار؛ چینای لوبډله، ۵ لوبو کې یې ۸ ویکټې اخیستې دي، ۱۳۵ منډې یې ورکړې دي.
۶ـ چیتان سکریا؛ راجستان لوبډله، ۵ لوبو کې یې ۷ ویکټې اخیستې دي، ۱۶۶ منډې یې ورکړې دي.
۷ـ انډري رسل؛ کلکته لوبډله، ۴ انینګزونو کې یې ۷ ویکټې اخیستې دي، ۱۱۲ منډي یې ورکړې دي.
۸ـ راشدخان؛ حیدراباد لوبډله، ۵ لوبو کې یې ۶ ویکټې اخیستې دي، ۱۱۲ منډې یې ورکړې دي.
۹ـارشډیپ سینګ؛ کینګز پنجاب لوبډله، ۵ لوبو کې یې ۶ ویکټې اخیستې دي، ۱۴۴ منډې یې ورکړې دي.
۱۰ـ ټرینټ بولټ؛ ممبي لوبډله، ۵ لوبو کې یې ۶ ویکټې اخیستې دي، ۱۴۴ منډې یې ورکړې دي.