څيړنو ښودلې ده، چې که ښځې په خپله خوښه واده ونه کړي ، نو د نارینه وو په پرتله به تر ډېره پورې د زړه له ناروغیو سره مخ شي.
په دغه څيړنه کې، چې په امریکا کې ترسره شوې دا هم ویل شوي، چې د ښځې او میړه ترمنځ به هره ورځ په عادي مسلو لفظي برخورد راځي او دا په نارینه او ښځینه دواړو کې د روحي تکلیفونو باعث ګرځي.
دغه راز ویل شوي دي، چې دغه حالت بیا ښځې ډېرې زوروي او اکثره ښځې د لوړ فشار له ستونزې سره مخ کیږي.
څیړونکو ښودلې ده، چې نا خوښه واده د انسان په صحت هم بد تاثیر کوي.
د اسلام له نظره واده سره د نجلۍ او هلک ایمان بشپړيږي او د افغانانو په رواج له واده سره عزت او پرده خوندي کیږي. خو همدغه واده دی چې کله کله د هلک او نجلۍ یوه بل ته د نه رسېدو له کبله د خودکشۍ لامل کیږي او زاړه سړي ته د يوې پېغلوټې ودول د هغې په ځان سوځونه تمام شي.
او حتمي ده چې د جبري ودونو بدې پایلې زیاتې وي، هغه کسان چې په کور کې یې نارینه ته په ناخوښۍ واده کړی وي او په عین وخت کې ښځینه هم ناخوښه وي، نو زیات احتمال شته چې لاندې بدې پایلې ولري:
ـــ د ژوند په اوږدو کې د خفګانونو سره مخامخ کېدل.
ـــ د ښځې له لورې خاوند ته نه احترام.
ـــ د ناخوښې میرمنې له لورې د خاوند کورنۍ او ټولو غړو نه احترام.
ـــ هره ورځ د خپلمنځي شخړو لامل کېدل.
ـــ ټولنه کې یاده کورنۍ په بد نوم معرفي کېدل.
ـــ د ټولنې کورنۍ ژوند په بد حالت واقع کېدل.
ـــ ټولنې ته د سالمو ماشومانو نه پیدا کېدل.
ليکوال او ژورناليست ښاغلی يار محمد پردېس راسره په دې اړه خپل نظر شريکوي او وايي.
لکه څنګه چې پوهیږو، اسلام مبارک دین په ډېری مواردو کې نارینه وو او ښځنیو ته حق ورکړی چې په خپل زړه او خپلواکه توګه کار او ژوند وکړي. له دې جملې یې یو هم واده کول دي چې، نارینه وو او ښځینه وو ته یې مسلم حق ورکړی چې، د خپل ژوند د جوړېدو له پاره د ژوند ملګری په خپله خوښه وټاکي، که څه همدا دا اصل په ځینو ټولنو کې د تطبیق وړ دی، مګر بدبختانه چې په افغاني ټولنه کې لا هم دا حق چې اسلام ورکړی، تر پښو لاندې کېږي او په خاصه توګه د ښځینه وو پر وړاندې خو بیخي زیات دی.
په افغاني ټولنه کې د ښځو جبري ودونه لا هم زیات تر سره کیږي او د ښځو پر وړاندې یو ډول ظلم او خشونت دی.
څو ټکي او موارد دي چې د جبري ودونو باعث کیږي:
۱ـــ خراب اقتصادي وضعیت:
ځینې کورنۍ چې ښځینه پکې وي، که غریبې او غربت ځپلې وي، نو هڅه کوي، خپله لور، خور هغه کورنۍ ته ورکړي چې اقتصادي وضعیت یې ښه او مالداره اوسي، سره له دې چې ښځینه بیا په هغه رشته خفه وي.
۱ـــ بدو کې ورکړه:
بدبختانه چې په افغاني ټولنه کې لا هم د ښځو پر وړاندې یو بد فرهنګ اوس هم پالل کیږي او هغه په بدو کې د انجونو ورکړه او جبري واده کول دي. ځینې کورنۍ چې د شخصي شخړو پر مهال ترې قتل شوی وي، بیا په بدل یې یوه بې ګناه انجلۍ چې د ډېرو ارمانونو سره ژوند ته هیلې لري، هغه خاورې کوي او په بدو کې یې ورکوي، چې دا بد فرهنګ او رواج هم د جبري ودونو یو لامل دی.
۳ـــ په خپله خوښه واده کول:
اسلام مبارک دین هم هر نارینه او ښځې ته حق ورکړی چې په خپله خوښه واده وکړي، په ځینو مواردو کې داسې هم شوي چې یوه انجلۍ او هلک د مینې او خوښې په نوم رشته لري، خو د ځینو کورنیو فکري محدویت د دې لامل کيږي چې نه پریښودل کیږي چې دوی ګډ ژوند جوړ کړي او هغه اړیکه یې له منځه یوسي، چې د اړیکې د لمنځه وړلو له پارن انجلۍ په جبر ودوي.
پورته درې فکتورونه هغه لومړي اولیتونه دي چې په افغاني ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د جبري ودونو لامل شوي دي.
نو ويلی شو چې مسئله د خپلې خوښې او ناخوښې ده. ځکه خو واده د ځینو لپاره د خوښۍ زيری او د ځينو نورو لپاره تدریجي مرګ ګرځي.