وړمه ورځ جلال اباد ښار یو بل منظر خپل کړی و؛ په سمندرګي بدل شوی و. ما ویل که جغرافیې تغییر کړی، افغانستان اوس په وچه کې محاط نه دی او له بحر سره یې لاره موندلې ده. ما ویل که د اقتصادي اړیکو د پراختیا په لړ کې له کوم خلیجي هیواد سره سمندري دهلیز پرانیستل شوی او….
خو داسې هیڅ نه و. بس له نیمې ورځې څخه کم باران د ښار نخچه بدله کړې وه. سړکونه پټ وو او هره خوا سیلابونه بهیدل دی.
جلال اباد یو کوچنی ښار دی؛ خو دغه کوچنی ښار د لویو بې نظمیو ښکار دی. د داسې بې نظمیو چې راوتل ترې شپه ورځ کار غواړي او دا کار له وطن سره له مینې پرته نشي کیدای او دا کار د زورواکیو او فوق القانون اشخاصو په شتون کې هم نشي کیدای.
د ښار دښمنان
موږ له لسیزو راهیسې په بې قانونیو کې اوسیږو. په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې یو واحد قانون ته ټول ژمن نه دي؛ بلکې هر زورور ځانته خپله قانون جوړ کړی او په لاسونو کې یې نیولی دی.
دلته ابادي په خپل سر کیږي. آن مارکیټونه په خپل سر نقشه کشي کیږي او ودانیږي او… هغه ادارې چې د ابادۍ لپاره باید نخچې ورکړي او ترې نظارت وکړي په فساد کې غرقې دي او یا کمزورې دي.
دلته زورور په خپله خوښه نخچه کاږي او تطبیقوي یې؛ نه له چا اجازه اخلي او نه د دې اړتیا محسوسوي. همدا علت دی چې ښارونه د څو کسانو د فساد، غفلت او نا قانونیو له شامته له دغه شان ناوړه وضعیت سره مخ دي.
انصاف ښه شی دی
وړمه ورځ ځینو ښاریانو پر نوي ښاروال نیوکې کولې. زه ښاروال نه پیژنم او نه یې له پلانونو خبر یم؛ خو دومره مې ذهن کار کوي چې اوس معجزې بندې شوي او معجزې په خپل وخت کې هم د ښاروالانو په لاس نه صادریدلې.
د جلال اباد کوچنی ښار، لکه د نورو ښارونو په څیر له کلونو کلونو راهیسې د بې نظمیو او فساد په جال کې کې راګیر دی. له دې حالت څخه وتل او هغه هم دومره ژر له معجزې کم نه دي.
د خپل ښار دښمنان وپیژنئ
موسمونه او اقلیمي شرایط ثابت نه وي. وړمه ورځ یو څو ساعته باران ووریده. ممکن یو وخت یوه اونۍ مسلسل وه وریږي. هغه ښارونه چې د نیمې ورځې د باران تاب ونلري، په یوه اونۍ کې به یې څه حال وي.
لکه مخکې چې مو وویل چې د ښارونو دښمنان زورواکي دي. د قانون ناقضین دي او مفسدې ادارې دي.
که چیرې زورواکي او ناقضین همداسې صاحب رسوخ وي او خلک یې احترام پر ځان واجب وګڼي او ټولی ټولی یې شاته روان وي، نو ښارونه به یې له دې بدتر حالت سره مخ وي.
ولس ته په کار ده چې سترګې پرانیزې. د هغو خلکو درناوی وکړي چې د قانون درناوی کوي. د هغو خلکو ملاتړ وکړي چې شتون یې د سیمې او خلکو په خیر وي.
ولس ته په کار ده چې که د ښار په تنظیف کې برخه نه اخلي؛ نو په ککړولو او د اوبو د جریان په بندولو دې هم ځان نه شرموي.
ولس ته په کار ده چې پر هغو ادارو، چې په فساد ککړې دي، له مدني لارو فشار راوړي. د فساد په لمنځه وړلو کې خپل ټول توان وکاروي. که داسې ونشي، نو لرې نه ده چې د دوه ورځو مسلسل باران مو ځان سره مخ کې کړي او آن د آټک له پله مو واړوي.
محمد نعمان دوست
د ثور ۲۳مه، ۱۳۹۷