پاکستان، ترکیې او افغانستان له طالبانو غوښتي چې د مذاکراتو مېز ته راوګرځي.
د یادو درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تر یوې درې اړخیزې غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او طالبانو ته په کار ده چې مذاکراتو ته ادامه ورکړي.
د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، دوی هڅه کوي طالبان اوربند او تلپاتې سولې ته وهڅوي، دوی دې د استانبول کنفرانس کې ګډون وکړي او نړیوالو ته دې ثابته کړي چې سولې ته ژمن دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چې د ترکیې د کنفرانس جوړولو ته یې هڅې روانې دي او ښايي تر اختر وروسته دغه کنفرانس جوړ کړل شي.
د یادو درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې طالبان باید په خبرو کې برخه واخلي او دایمي اوربند ته دې غاړه کېږدي.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د یو ټویټ پیغام له لارې په کرونا وبا د ځان اخته کیدو خبر ورکړی دی.
اتمر ویلي دا چې د کرونا ویروس نتیحه مې مثبت وه نو استانبول کې مې د افغانستان،پاکستان او ترکیې په درې اړخیزه ناسته کې په حضوري توګه ګډون ونه شوی کړی.