راپور: محمد عزيز پردېس
تمه ده سبا درېيم د مۍ په کراچۍ ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري ستره او تاريخي غونډه ترسره شي. د يادې غونډې لپاره له څو اونيو راهيسي د لر او بر پښتنو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د مېشتو پښتنو له لوري پراخ کمپاينونه دوام لري.
د ځينو شنونکو په وينا د کراچۍ ښار به په خپل تاريخ کې د لومړی ځل لپاره د پښتنو له لوري د داسې سترې غونډې شاهد وي.
منظور پښتین او د پښتنو د ژغورنې غورځنګ چې څومره د ولس په منځ کې رېښې غځوي او غښتلی کیږي، په هماغه اندازه د پاکستاني ادارې کاذبې څېرې، ظلمونه، بې عدالتۍ او … افشا کیږي.
د راپورنو په اساس تر دې دمه د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه سرلاري په کراچۍ کې د پاکستاني ادارو له لوري برمته شوي.
۱- هاشم خان
۲- ګل مرجان
۳- ارمان لوڼی
۴- سيف افغان
۵- عبدالخالق کاکړ
۶- چمتو وزير
۷- طارق مسيد
۸- زين مسيد
۹- اجمل مسيد
۱۰- علمزيب مسيد
۱۱- رضوان مسيد
۱۲- محمود مسيد
۱۳- انقلابي داوړ يې هم اوس له هوايي ډګره نيولی.
له دې سره سره يې د ځينو سرلارو څخه موبایلونه هم وړي.
نن منظور پښتين او مله ملګرو يې غوښتل چې د الوتکې له لارې د سبانۍ غونډې په موخه کراچۍ ته لاړ شي، خو يوازينی ټکټ چې درې ځله سر په سر ونه منل شو؛ هغه د منظور پښتين وو.
د منظور پښتين ملګرو وويل:
سېرين هوايي شرکت موږ ته د هېڅ لامل ښوولو ته تيار نشو چې ولې منظور پښتين هوايي سفر نه شي کولای.
خو موږ خبر وو چې ولې داسې وشول!؟ د دوی دا خيال وو چې منظور به هم د ځينو پاکستاني سياسي مشرانو په ډول په دې عذر سره په خپله ټاکلې غونډه کې ګډون و نه کړي چې د الوتکې ټکټ يې و نه موند، خو منظور يې غلط فهمي ختمه کړه او پر اوږده ځمکنۍ لار د کراچۍ په طرف همغه مهال روان شو.
هغه د سايل صیب شعر دی چې:
هسې په دې لار په تيندکونو باندې نه تلمه
دا لار د جانان سترګو ته نېغه رسېدلې ده