هغه افغانان چې اوسمهال هند ته سفر کوي، باید له سفر وړاندې دا خورا مهم ټکي پام کې ونیسي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د اپریل د میاشتې له ۱۹مې نیټې را پدېخوا د هند په ټولو ایالاتونو په ځانګړي توګه په ډهلي او ممبئي ښارونو کې د کورونا د چټکې پراختیا له امله يو ځل بیا بندیزونه او محدودیتونه لګیدلي دي.

هند کې د افغانستان سفارت وايي، ټول هیوادوال چې له افغانستان څخه هند ته د سفر نیت لري هیله ده لاندې ټکي او مالومات په پام کې و نیسي:

د بندیزونو او محدودیتونو څرنګوالی:

ټول عامه پارکونه، باغونه، تفریحي ځایونه، د سپورټ او لویو ناسته ټول مرکزونه، ښوونځي او پوهنتونونه، اوونیز بازارونه، د ویښتانو د اصلاح او ښکلا سالونونه، دیني او فرهنګي فیستوالونه، دولتي او شخصي دفترونه او د خلکو د زیات ګډون هر ډول مراسم بند دي.

  • روغتیایې کارکوونکي، پولیس، د بریښنا او اوبو سیستم پرمخ بیونکي، د ډهلي میټرو کارکوونکي، د رنځورپالنې کارمندان او همکاران، تر ټولو مهم امیندواره میرمنې او نور ناروغان چې رسمي اسناد ښکاره کړي د اړتیا وړ خدماتو ته د لاس رسي اوفعالیت اجازه لري.

  • طبي درملتونونه، طبي لابراتوارونه او د طبي آکسیجن عرضه کونکي د فعالیت اجازه لري.

  • هوایی ډګرونو، د ریل پټلۍ او بس سټیشنونو ته یوازې په هغه صورت کې چې رسمي سند او ټکټ ښکاره کړل شي د تګ راتګ اجازه شته.

  • هغه کسان چې د کورونا د ازموینې یا واکسین کولو لپاره روغتیايي مرکزونو ته ځي د اړوندو اسنادو په ښوودلو سره کولای شي خدماتو ته لاس رسي پیدا کړي.

  • رستورانتونو او د غذايي موادو د تولید مرکزونو ته یوازې د دې اجازه شته چې د روغتیایي مقراراتو په پام کې نیول سره کورونو ته خواړه ورسوي. له خواړو پرته د طبي تجهیزاتو او درملو پورې اړوند ټول اړین توکي کورونو ته د رسولو اجازه لري.

د پام وړ:

افغان سفارت لیکلي؛ په هند کې د کورنا دریمه څپه په چټکۍ سره مخ په خپریدو ده، که چیرې دا څپه لا پراخه شي ممکن بندیزونه او محدودیتونه لا زیات شي، په هند کې د افغانستان لوی سفارت خپلو هېوادوالو ته یاد هېواد ته د غیر ضروري سفر سپارښتنه نه کوي هغه افغانان چې د درملنې او یا نورو اړتیاوو په موخه هند ته سفر کوي مهمه ده چې ټول شرایط په پام کې و نیسي او بیا د سفر له پاره پریکړه وکړي.

په هند کې د مېشتو افغانانو د پام وړ:

سفارت وړاندې لیکلي: په هند کې مېشتو افغانانو خویندو او وروڼو څخه زموږ هیله دا ده چې د کورنا د خوریدو د مخنیوي په موخه ټول وضع شوي تدابیر په ککله په پام کې و نیسي او د مالوماتو په رسولو کې مرسته وکړي.

د بیړني حالت پر مهال اړیکې:

سرچینه وايي، د هر ډول اړتیا او ستونزې پر مهال په ډهلي کې د افغانستان لوی سفارت، په ممبئي او حیدر اباد کې زموږ د جنرال قنسلګریو شمیرې او ایمیل ادرسونه ستاسو پر مخ خلاص دي، اړیکه ونیسئ ترڅو پر وخت رسیدګي او همکاري وشي.

ډهلي:  شمیره: 01124100412

ایمیل: newdelhi@mfa.af

ممبئي: شمیره: 02223633777

ایمیل:info.mumbai@mfa.af

حیدراباد:شمیره:40235575500

ایمیل:hyderabad.sr@mfa.af