په خالي معده د دغو خوړو خوړل، د معدې سرطان پيدا کوي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه

 

د خوړو متخصصينو د ځينو خوراکي توکو نومونه اخيستي چې په خالي معده يې خوړل خطرناک دي. د اسپوتنيک په حواله، د سهار له مخې د اوبو څښل ګټور ثابت شوي دي، خو سره له دې، د متخصصانو په وينا، حتا ځينې خواړه د معدې سرطان رامنځته کولاى شي.

هغوى چې د معدې او زړه ناروغي لري، د يخو اوبو څښل ورته ښه نه دي. د ٦٥درجو څخه په لوړې تودوخې اوبه، که په دوامداره ډول وڅښل شي مخاطي غشا زيانمنوي او پرله‌پسې ټپونه د غيرطبيعي حجرو د رامنځته کېدلو او په پاى کې هم ممکن خبيث حالت ته واوړي.

why water is the best kept beauty secret په خالي معده د دغو خوړو خوړل، د معدې سرطان پيدا کوي

د څېړونکو په وينا قهوه په معده کې د اسيد د زياتېدلو سبب ګرځي او همدارنګه د معدې مخاط تحريکوي، چې د زړه بدوالي/ کانګو او معدې د سوزش سبب کېږي. په سنډروم اخته ناروغانو کې د کولمو د تحريک منلو خاصیت له مخې، قهوه کولاى شي نښې يې نورې هم بدې کړي ـ د نس کلکېدل او د نس باد او همدارنګه هضمي نارامۍ او ګاز رامنځته کوي.

ياده شوې چې بدن خپله زياته انرژي د غوښې او حيواني پروټينو په هضمولو سره مصرفوي. د نانوايي ډوډۍ او اوړه هم بايد په خالي معده ونه خوړل شي. د خوړو متخصصينو دا خواړه”د غاښت مستقيمه لار” نوموي. همدارنګه کولاى شي د شکر او انسولينو د زياتېدلو سبب شي.

په خالي معده د اوبو څښلو سپارښتنه نه کېږي، ځکه فيبر نه لري دا کولاى شي لوزالمعده په شدت سره تر اغېز لاندې ونيسي. پر دې سربېره، وږی شوې بدن اوبه د خوړو په ډول درک کوي او د پام وړ انسولينو په توليد پيل کوي.

500x889 1608489442923054763 په خالي معده د دغو خوړو خوړل، د معدې سرطان پيدا کوي

مېوې او تروه توتان بې شمېره اسيدونه لري، چې په تشه ګېډه يې خوړل زيان لري. که په خالي معده وخوړل شي، کولاى شي د معدې د سوي، الرژۍ، ټپ يا پړسوب لامل شي. د خوړو متخصصينو ځانګړي ډول خواړه په نظر کې ونه نيول، ځکه د هغوى له نظره، که ټول ډولونه يې په خالي معده وخوړل شي، تقريبا په ټولو وګړو کې زيان لري.

په خالي معده د تروو شيدو خوړلو ته چندانې مضر نه خو بې فايدې کړنه ويل شوې. سهار له خوب وروسته، د انسان معده د کلريديک اسيد لوړ غلظت لري او ټول اسيدي محيطونه په شيدو کې موجود ګټور اکټوبيفيدوباکتريوم له منځه وړي.