ځینې کسان ولې ژر احساساتي کېږي؟

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ځینې انسانان په ژوند کې ډېر ژر احساساتي کېږي، چې ځوانان په دې برخه کې تر نورو یو قدم وړاندې دي او په ژوند کې ډېر احساساتي کېږي؛ دا چې دا احساساتي کېدل دوی په ژوند کې له کومو ستونزو او کومو پایلو سره مخ کوي، په دې اړه به په دې لیکنه کې معلومات وړاندې شي.
هر انسان په یوه نه یوه موضوع کې حساس وي، خو ځینې انسانان بیا د هر څه پر وړاندې احساساتي کېږي. ځینې داسې احساساتي کېږي، چې په ژوند کې د خپلو احساساتو له امله داسې یوه پریکړه په احساساتو کې وکړي، چې وروسته بیا پرې پښېمانه وي، چې هغه پښېماني بیا هېڅ ګټه نه لري. موږ ډېر داسې کسان لیدلي، چې د ژوند مهمې پریکړې یې په احساساتو کې نیولي چې ټول عمر بیا د هغې احساساتي پریکړې له امله کړیږي. موږ افغانان په ټوله کې احساساتي خلک یو، خو ځینې بیا بېخي له حده ډېر احساساتي کېږي او خپل احساسات نه شي کنترولولای او د احساساتي پریکړو له امله خپل یا دبل ژوند تباه کوي.
ځینې احساسات بیا داسې دي، چې یوکس داسې ډول باندې په هره خبره او موضوع کې احساساتي کېږي، چې دا احساسات یې د غوسې او عصب خرابۍ لامل کېږي.
ځینې کسان به مو لیدلي وي، چې په یوه عادي موضوع احساساتي شي او له حده زیات غوسه شي، دا احساساتي کېدل یې ځینې وخت د چا د خوابدۍ، ځینې وخت په کور کې د تاوتریخوالي، ځینې وخت د یوه کس د دندې د لاسه ورکولو او ځینې وخت بیا د لویو ستونزو لامل کېږي. ځینې وخت داسې هم شوي، چې یو کس د احساساتو او له حده زیاتې غوسې په وخت کې د یوه چا ژوند اخیستی. خبره دا ده، چې دا کسان ولې دومره ډېر احساساتي کېږي او د دې زیاتې غوسې لامل یې څه دی؟
تر کومه ځایه چې ما لیدلي هغه کسان په ژوند کې ډېر زیات غوسه کېږي، چې دوی په ژوند کې ډېرې ستونزې لیدلي او له ماشومتوبه له ستونزو سره لاس او ګریوان وي. پر دوی له ماشومتوبه چیغې وهل شوي، غوسه پرې شوي او ډبول شوي دي. حتی مخکې له پیدایښته چې ماشوم د مور په ګېډه کې وي او دا په دې وخت کې چیغې او غوسه واوري او احساس یې کړي، هغه یې په ټول ژوند ناوړه اغېزې کوي. دا څېړنو ثابته کړې، چې ماشوم د مور په ګېډه کې هر څه احساسولای شي، که یې مور په ارامه او خوشحاله فضا کې وي، ماشوم به یې هم روغ او ښه وي او که د ماشوم مور په دې وخت کې په یوه ناارامه فضا کې خپله د امیدوارۍ دوره تېره کړي، چې هغه کې پر مور یا کوم بل چا چیغې ووهل شي یا هم د ماشوم مور نا ارامه وي دا یې پر ماشوم هم ناوړه اغېزه کوي؛ چې دا غېزې بیا د هغه انسان د ژوند تر پایه پورې ورسره ملې دي.
ځینې کسانو ته بیا دا غوسه او احساساتي کېدل په ارث و رسېږي او ځینې یې بیا په ټولنه کې کسب کوي، هغه داسې چې دوی نور کسان د غوسې او احساساتي کېدو په حالت کې وویني داسې فکر کوي، چې دا به یو ښه کار وي نو ځکه دوی هم دا چاره تر سره کوي او یا هم په احساساتي چابیریال کې د نورو تر اغېزې لاندې راځي.
په دې برخه کې باید هر انسان دې ته متوجه وي، چې په ژوند کې احساساتي پریکړې و نه کړي او نه هم بې ځایه په کومه خبره احساساتي او غوسه شي. ځکه وروسته بیا پښېماني کومه ګټه نه لري.