د هند پخوانی لوبډلمشر؛ راشدخان د IPL تر ټولو ارزښت لرونکی لوبغاړی دی

سپینه تجريدي ډیزاین

د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبډلمشر کریس سریکانت، چې په هندۍ لوبډله کې یې د ۱۹۸۱ بیا تر ۱۹۹۲م کال پوري کرکټ کړی وايي، راشدخان ارمان د هند آی پي ایل سیالیو تر ټولو ارزښت لرونکی لوبغاړی دی.

کریس سریکانت پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې د افغان راشدخان یو انځور خپور کړی او ورسره لیکلې یې دي، چي تاسو تر دې دمه د آی پي ایل سیالیو تر ټولو ارزښت لرونکي لوبغاړي یاست.

هغه لیکلي، چي راشدخان د خپلې ښې توپ‌اچونې په مټ د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره زیاته مرسته کړې.

 

 

راشدخان د هند په آی پي ایل سیالیو کې

 

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړی راشدخان ارمان د سنرایزر حیدراباد لوبډلې سره په ۲۰۱۷، ۲۰۱۸، ۲۰۱۹، ۲۰۲۰ او دا دی اوس یو ځلې بیا په روان پړاو کې هم ورسره لوبیږي.

راشد د آی پي ایل په ټولو ترسره کړیو پړاونو کې تر دې دمه پوري ټولې ۶۵ لوبې ترسره کړې دي او په یادو لوبو کې یې ۷۹ ویکټې اخیستې دي.

۱ـ خان په ۲۰۱۷م کال کې ۱۴ لوبې وکړې، چې ۱۷ ویکټې یې واخیستې.

۲ـ خان په ۲۰۱۸م کال کې ۱۷ لوبې وکړې، چې ۲۱ ویکټې یې واخیستې.

۳ـ خان په ۲۰۱۹م کال کې ۱۵ لوبې وکړې، چې ۱۷ ویکټې یې واخیستې.

۴ـ خان په ۲۰۲۰م کال کې ۱۶ لوبې وکړې، چې ۲۰ ویکټې یې واخیستې.

۵ـ خان د آی پي ایل په روان لیګ کې تر دې دمه ۳ لوبې وکړې، چې ۴ ویکټې یې اخیستې دي.