که وزن کمول غواړئ، په خپلو خوړو کې زیره وکاروئ

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

هر انسان غواړي چې ښایسته او ښکلی اندام ولري او د ښکلي اندام لرلو لپاره ډېره هڅه هم کوي.

هغه خلک چې غواړي ښکلی اندام ولري هڅه کوي چې وزن کم کړي ځکه هغوی په دې پوهېږي چې کم وزن لرل له هغوی سره د ښکلي اندام په جوړلو کې مرسته کوي.

کېدای شي تاسو هم د دغو خلکو له ډلې څخه واوسئ چې ښکلی اندام خوښوي او د ښکلي اندام د لرلو کولو لپاره مو ډېر زیار ګاللی او ډېرې هڅې هم کړې وي، خو په دې نه ياست بريالي شوي چې خپل وزن کم کړئ او ښکلی اندام ولرئ او یا لږ تر لږه له کومو لارو چارو کار واخلئ تر څو وزن مو کم او هڅې مو د پام وړ پایلې ولري.

خو وروسته تر دې اړ نه یاست چې د وزن کمولو لپاره له ستونزمنو لارو کار واخلئ.

موږ په نننۍ لیکنه کې غواړو، تاسو ته داسې يو کورنی درمل در وپېژنو چې په کارولو یې کولای شئ ډېر ژر خپل وزن کم کړئ.

په دې وروستيو کې ځینو پوهانو موندلې چې له زیرې څخه ګټه اخیستنه کولای شي د وزن په کمښت کې اغېزمنه ثابته شي او له چاغښت سره مبارزه وکړي.

پوهان په څېړنو کې دې پایلې ته رسېدلي دي، هغه خلک چې له زیرې څخه ګټه اخلي د هغو خلکو په پرتله ډېر ژر خپل وزن له لاسه ورکوي چې د خوړو رژیم پر مخ وړي.

دغو پوهانو یادونه کړې چې زیره د بدن د مېټابوليزم بهیر په چټکتیا کې ډېره مرسته کوي. هغوی ويلي دي که څوک غواړي خپل وزن کم کړي باید زیره په اوبو کې واېشوي او له شاتو سره یې يو ځای وخوري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ډېری خلک له زیرې څخه د وریجو او پلو په پخلي کې ګټه اخلي.

په پای کې د يادونې وړ ده چې زیره هغه کورنی درمل دی چې خوړل یې روغتیا ته هېڅ ډول زیان نه رسوي.