ډېری وخت نه شو کولای چې په مستقیمه بڼه له يو چا نه دا پوښتنه وکړو چې ایا له موږ سره علاقه یا مینه لري او که نه؟
خو د هغوی د خبرو او د هغوی د کړنو له مخې کولای شو، پوه شو چې ايا هغوی له موږ سره علاقه يا مینه لري او که نه؟
په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته ځینې هغه ځانګړنې در وپېژنو چې د خبرو کولو پر مهال د دغو ځانګړنو په واسطه کولای شو پوه شو چې ایا مقابل لوری له موږ سره مینه لري او که نه؟
لومړی: که تاسو له يو چاسره خبرې کوئ او مقابل لوری هڅه کوي چې خپله غاړه وپوښي او يا خپل څټ وږروي نو پوه شئ چې دا کس له تاسو نه ځینې خبرې پټوي او هڅه کوي چې تاسو ته حقیقت ونه وايي. نو پوه شئ چې دا خلک له تاسو سره مینه نه لري او تاسو ته دوکه درکوي.
دویم: که ستاسو په مخ کې یو تن خپلې شونډې يو پر بلې موښي نو ښکاره ده چې دا ډول خلک ستاسو د خبرو اورېدو او له تاسو سره د پاتې کېدو لېوالتیا نه لري او نه غواړي چې له تاسو سره خبرو کولو ته دوام ورکړي.
درېیم: که له يو چاسره د خبرو کولو پر مهال، مقابل لوری ګرځي او راګرځي او په يوې نه په يوې پلمې سره له تاسو څخه لرې ځي نو پوه شئ چې دوی ستاسو د خبرو اورېدو ته لېواله نه دي او نه غواړي چې ستاسو خبرې واوري.
څلورم: کله چې تاسو ټوکې کوئ خو مقابل لوری د زړه له اخلاصه نه خاندي نوه پوه شئ چې دوی له تاسو سره مینه نه لري. او که غواړئ پوه شئ چې د هغوی خندا واقعي ده او که نه نو د هغوی مخ ته په سمه توګه وګورئ او که چېرې یې خندا لنډه وه نو پوه شي چې خندا یې رښتینۍ خندا نه ده.
پينځم: هغه خلک چې د خبرو کولو پر مهال ستاسو سترګو ته نه ګوري او کوښښ کوي چې خپل پام بلې خواته واړوي نو پوه شي چې دا خلک له تاسو سره مینه نه لري.
شپږم: هغه خلک چې له تاسو سره مینه نه لري د خبرو کولو پر مهال په مستقیمه بڼه نه ودرېږي او کوښښ کوي چې خپلې پښې غونډې ونیسي.
اووم: که چېرې پر څوکۍ ناست یاست او له يو چاسره خبرې کوئ او مقابل لوری خپل لاس او تکیه په چوکۍ اچوي نوه پوه شي چې دوی له تاسو سره علاقه يا مينه نه لري او نه غواړي چې ستاسو خبرې واوري.
اتم: هغه خلک چې له تاسو سره د خبرو کولو پر مهال د خپل غږ کچه ژر ژر بدلوي د بېلګې په توګه کله په لوړ غږ غږېږي او کله بیا په ټيټ غږ، نو پوه شئ چې دا خلک له تاسو سره علاقه يا مینه نه لري.
نهم: کله چې د خبرو کولو پر مهال له مقابل لوري څخه پوښتنه کوئ او تمه لري چې يو اوږد ځواب درکړي خو هغه تاسو ته لنډ ځواب درکوي نو پوه شي چې دوی له تاسو سره هغومره علاقه او مينه نه لري او غواړي چې له تاسو سره ژر تر ژره خپلې خبرې خلاصې کړي.