د راشد دې لوبډله په خپلې ۹ مې بریا دویم پړاو (پلای اف) ته ورسیده

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د هندوستان د کورني کرکټ په ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې په خپلې یولسمې لوبه کې د ډهلي ډریډ ویلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو او خپلې ۹ مې بریا خپلولو سره د لمړۍ لوبډله په توګه دویم پړاو ته ورسیده.

fgfkjgkfjg د راشد دې لوبډله په خپلې ۹ مې بریا دویم پړاو (پلای اف) ته ورسیده

 د دواړو لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې ډهلي لوبډلې د حیدر اباد لوبډلې ته د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د خپلو ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۷ منډې جوړې کړې.

په سیالۍ کې د حیدر اباد لوبډلې په ګټه هندي ریشاب پانټ ۱۲۸ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې او په روانو لیک سیالیو کې یې د ۵۲۱ منډو په جوړولو سره د مخکښ توپ وهونکي لقب هم خپل کړ.

 د ډهلي لوبډلې خلاف په ځوابي لوبه کې حیدر اباد لوبډلې ماتې ونه منله او د خپل یو لوبغاړي په سوځیدو دغه هدف د لوبې په ۱۹ اور کې پوره کړ، چې پکې اوپنر شیکر ډاون ۹۲ او لوبډلمشر کین ویلیمسن ۸۳ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

DM1L0915 د راشد دې لوبډله په خپلې ۹ مې بریا دویم پړاو (پلای اف) ته ورسیده

 په دې بریا سره حیدر اباد لوبډلې په راونو لیګ سیالیو کې د خپلو ۱۱ ترسره کړیو لوبو څخه په ۹ لوبو کې بریاوې خپلې کړې او د لمړۍ لوبډلې په توګه یې دویم پړاو ته لار پیدا کړه.

 همدا راز په ورپسې دویم ځای کې د چینايي سوپر کینګز، دریم ځای کې د پنجاب او څلورم مقام کې اوس د ممبيي انډینز لوبډله قرار لري.

د یادونې وړ ده، چې د یولسم پړاو دې لیګ سیالیو څخه به د روانې مۍ میاشتې په ۲۰ مه نیټه ۴ لوبډلې دویم پړاو ته د ورتګ په موخه په ډاګه شي او هم به د همدې میاشتې په ۲۷ مه نیټه دا لوبې پای ته ورسیږي، چې پکې لا هم ممبيي لوبډله د خپلې تیرې دریم ځل اتلولۍ خپلولو څخه دفاع کوي.