د پاکستان او ایرلینډ ترمنځ سیالۍ کې باران مخکې شوی دی 

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د کرکټ نړیوالې شورا سره د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو وروسته دواړو د افغانستان او ایرلینډ کرکټ بورډونو د خپلو ملي لوبډلو لپاره د لمړنۍ تاریخي ټیسټ کرکټ سیالۍ لپاره مقابلې لوبډلې معلومې کړې، چې پکې به ایرلینډ د پاکستان او افغانستان د هندوستان خلاف دغه لوبې ترسره کوي.

ایرلینډ له افغانستان وړاندې د خپل ټیسټ کرکټ نیټه د پاکستان سره برابره کړه او د روانې مۍ میاشتې ۱۱ مه ټاکل شوې وه، چې نن دغه لوبه ترسره کیږي، خو په سیالۍ کې د لوبې وړاندې باران پیل شوی دی، چې لا هم دواړه لوبډلې د لوبې پیلیدو ته انتظار دي.

دغه سیالي که څه هم د پاکستان لپاره دومره جالبه نه ده، خو د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې لپاره څو چنده مهمه ده، ځکه چې د نړیوال کرکټ لوړې درجې یا لیول پیلیدو ترڅنګ د خپل کرکټ په تاریخ کې لمړنۍ ټیسټ لوبه ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به هم د خپل نړیوال کرکټ تاریخي ټیسټ لوبه د هندۍ ملي لوبډلې خلاف د راتلونکې جون میاشتې په ۱۴ مه نیټه د هندوستان په بنګلور کې ترسره کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا سره افغانستان او ایرلینډ په تیر ۲۰۱۴ م کال کې د ۳ کلنو لپاره په مواقت ډول بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، چې په دغه موده کې به دواړه لوبډلې د نورو پوره غړیتوب لرونکو لوبډلو پر وړاندې د سیالیو د ارزونې او د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د وړاندې شویو شرایطو ته په کتو به دغه موده په اوږد مهال بدلیږي.