زما ابۍ دادا ته وايه
خوشحاله نه يم له ناکامه ناسته يمه
پښتني ټولنه د جبر په قید کې بنده ده، چې دا قیدونه زموږ له ژبې او فرهنګ سره نوک او ورۍ دي، ښه پوهېږو، مګر دا بندونه نشوو ماتوی.
وایی په اسرایلو کې به چې کومه ښځه کونډه شوه، که د مېړه ورور به یې و، خو سر یې پټ و، که به نه و، همداسې بې مېړه باید ناسته وای.
شاید یو دلیل دا هم وي چې موږ د اسرایلو سره نږدې ښیي، هغه نور ظلمونه او ناکردې خو پر ځای پرېده.
بل خوا شعر د بړاس ویستنې یوه خوږه او تر ټولو خوندوره لاره ده، نورو ته دې په پوره مانا د حالت څرګندونه کوي، بیا نو دا سوچه او طبیعي شعر چې لنډۍ یې بولي.
طبیعي شعرونه ځکه دي چې بې زخمته زېږدلي، البته په لیکنه کې یې زور ندی شوی، نور خو مالوم دي چې له سوز ډک دي او په پښتو شعرونو کې لنډۍ ده چې ما ژړولی شي.
یوه بله لنډۍ یې رایاد کړه:
د جونو زړونه فولادونه
یو یار یې مړ شي، بل ته سترګې توروینه
د هېچا زړونه فولادونه ندي؛ مګر مجبوري هم د انسان نه غر جوړوي، ټولې کوچنۍ او یا هم لوې ستونزې بیا انسان ته عادي ښکاري.
خو د بل یار لپاره سترګې تورول غټ زړه غواړي، د هر انسان لپاره سخته ده، یوازې زموږ په ټولنه کې نه؛ حتا که د نړۍ په بل سر کې هم وي، خو زموږ په ټولنه کې تر نورو دوه چنده غټ زړه غواړي، دلته د مرګ او ژوند کیسې متفاوته روانې دي.
لالیه سترګو کې مې ته یې
چې د لیوره کټ ته ورځم پټې يې کړمه
اوف د پښتانه اصیله پته! موږ ته خو اصیل یې کنه، دا نو څومره جبر دی چې په یو زړه او مینې د غر غوندې بوج لوېږي، یوه انسانه باندې ژوند د مرګ غوندې تېرېږي او زما اصیل پت سر هسک نېولی.
دا هم یو ځیګ فطرت دی چې پت د سر په بیه تمام دی، ګنې داسې اسانه هم نده.
په پورته لنډۍ کې د ژوند یو ستر جبر پروت دی، چې یو ژوندی وجود یې د مرګ غوندې تېروي؛ ایا دا سر نیسي چې یو مړی دې ژوندی وي؟
له مور او پلاره ظالم نشته
وړې يې ورکړي بيا يې واړوي له غرونه
په دې لنډۍ کې هغه بې وسه جينکۍ چې مور او پلار بې له رضايته واده کړې وي خپل مور اوپلار ظالم ګڼي او په دې ټپه کې د خپل مور او پلار نه ګیله منې وي.
بل ځای وایي:
پر مخ مې مه وهه ظالمه
د اوښکو ډکې سترګې چاته واړومه
پورته لنډۍ ته که ځير شو؛ د هغه حالت څرګندونه کوي، کله چې يو ښځه د خاوند په کورنۍ کې د ټولو غړو له تند برخورد سره مخامخ کيږي، خاوند هم پرته له دې چې ورته د يو دوست په صفت خواخوږی واقع شي، رټي يې او په وهلو ټکولو يې لاس پورې کوي.
اخرنی ځای دې لحد دی
ظالمه مه کوه په ما ډېرستمونه
په پورته بيت کې هم د ښځې هغه مظلوميت ښايي،چې د نارينه په وړاندې له صبر او زغم څخه کار اخلي.او مقابل لوري ته دا په ډاګه کوي،چې ظالم تلپاتې او مقتدره نه وي، اخر به لحد ته ورزي…. په پايله کې ويلی شو چې دا لنډۍ د هغو نارينو لپاره ويل شوې؛ چې ظلم او زياتی پر ښځو د ژوند يو اصل ګڼي.
اصيله وم کم اصله يوړم
کم اصله داسې مې ساتې لکه مغله
دې لنډۍ کې ښځو ته په کورنيو کې د غلام او مزدورې په سترګه کتلو يو واقعي انځور دی، چې دا غير اسلامي دود زموږ په ټولنه کې شته او تر اوسه پالل کيږي. نورې بېلګې يې لاندې لوستلی شئ.
افسوس افسوس ارمان ارمان دی
خالي ميدان دی سترګې چاته واړومه
دا هغه حالت دی؛ چې ښځه د مظلوميت نارې وهي او دواړو ( د پلار کور او د خاوند کور ) خواته يې څوک غږ نه اوري.
افسوس افسوس ارمان ارمان دی
دا کوم اسلام دی څوک مې نه کوي پوښتنه
په پورته لنډۍ کې ښځينه د اسلام په نامه هغه خلاف او غير شرعي دودونو باندې نيوکه کوي، چې پښتانه يې د خپل ژوند ضرورت بولي.
په پښتني ټولنه کې د ښځو اجباري ودول، د ولور په وړاندې په جبري توګه د زيات عمر خاوند ته نکاح کول، د ژوند لپاره د خپلې خوښې کس ته نه ورکول، په کور کې د نجلۍ پاتې کېدل يا په کور کې د نجونو کښېنول، د زيات ولور اخستلو له امله په کور کې د نجونو تمېدل…
دې ته ورته ډېر نورې ستونزې شته چې زموږ ښځينه پوړ ورسره لاس وګريوان دي.
د نورو دوديزو ستونزو يادونه به د لنډۍ د راوړلو ترڅنګ وشي.
چې ډوډۍ خورم دادا قاريږي
چې روپۍ شرنګ کړي دادا شين له خندا شينه
پورته لنډۍ هغه حالت انځوروي، کوم چې زموږ پلرونه يې د نجونو پروړاندې تر سره کوي، لکه : کله چې جلۍ خپل بلوغيت سن ته ورسيږي، پلار يې کور کې په شتون خپه او هره ګړۍ پرته له کوم جرم څخه ورته سپکې سپور کوي، داسې رويه کوي چې په کورکې د جلۍ په شتون ناراضه وي. جلۍ ته له خپلو خبرو او رويې داسې پيغام ورکوي چې نور دې د پلار په کور کې ځای نشته…
خو اصلي خبره داده کله چې کوم کس نجلۍ ته د جرګې لپاره راشي،او هغه کورنۍ شتمنه وي، ترڅو د نجلۍ پلار ته زيات ولور ورکړي، نو په دې وخت کې پلار د نجلۍ پيسو ته سخت خوشحاله شي. داځکه چې دی د نجلۍ ولور خپل جيب کې اچوي او لورته يې نه ورکوي.
صورت زما واک يې د نورو
ربه ته واخلې دا بې واکه صورتونه
صورت مې خپل واک مې دبل دی
صورته خاورې شې چې نور دې واک کوينه
اسلام نارينه او ښځينه ته دا حق او صلاحيت ورکړی چې د خپل ژوند شريک او سيال په خپله وټاکي، مګر زموږ په ټولنه کې برعکس دا حق اوصلاحيت يوازې د نارينوو په لاس کې وي، تر دې حده چې جلۍ پرته له مشورې او خبرو کولو څخه يونارينه ته ورکول کيږي.
سوال دالله په در کې وکړه
پلار مې سودي دی ما مالدار ته ورکوينه
پر هغو پلرونو او رواجونو نيوکه ده چې د لور په بدل کې زيات ولور اخلي او دا ولور په خپل شخصي ژوند کې مصرفوي…
مئينه يم منکره نه يم
که شينکی حال مې د چړو په څوکو ځينه
دا لنډۍ په پښتني ټولنه کې د مينې غندنه او پابندي ښايي اوجلۍ ته دا اجازه نه ورکوي،چې په خپله خوښه له خپل مئين سره واده وکړي.
نورې هم ورته لنډۍ ډېرې دي خو زموږ هیله دا ده چې په افغاني ټولنه کې د ښځو حقونو ته رسېده ګي وشي.