بین سټوکس ګوته هغه وخت ماته شوه، چې د وړمي شپې په لوبه کې یې د کریس ګېل کیچ نیوی.
د هند په آی پي ایل سیالیو کې بین سټوکس د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷م کال کې د پوني لوبډلې لپاره ولوبېد، چې له هغه وروسته په ۲۰۱۸م کال کې راجستان لوبډلې په ۱۲،۵ کروړه واخیست او د همغه کال تر ټولو ګران بیه لوبغاړی وشمېرل شو.
له همغه وخته تراوسه بین سټوکس د راجستان لپاره لوبیږي او راجستان لوبډلې دده تر زخمې کېدو وروسته خبر ورکړ، چې بین سټوکس به په راتلونکې پړاو کې هم له دوي سره پاتې شي.
بین سټوکس د هند په آی پي ایل سیالیو کې ټول ټال ۹۲۰ منډې جوړي کړې دي او ۲۸ یې بیا ویکټې اخیستې دي.
هغه توانېدلی، چې په دې لیګ کې دوه ځله پنځوسیزې او دوه ځله بیا سلیزې جوړې کړي.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes