که د ساه اخيستنې ستونزې لرئ؛ نو له شاتو څخه په منځنۍ کچه ګټه اخیستنه کولای شي له تاسو سره د دغې ستونزې په له منځه وړلو کې مرسته وکړي، بل دا چې شات د محافطتي سيسټم فعالیت ته وده ورکوي له همدې امله کولای شي له ناروغیو سره مبارزه وکړي.
په ساه اخیستنه کې ستونزې معمولاً ښکاره ستونزه وي او موږ په خورا اسانۍ سره کولای شو، پوه شو چې زموږ په ساه اخیستلو کې ستونزه ده.
د ساه اخیستنې له څرګندو نښو څخه کولای شو له ټوخی، انفلونزا، زکام او د ستوني درد، بلغم او میکروبونو یادونه وکړو.
که په دوامداره توګه له یادې ستونزې کړېږئ، له شاتو کار اخیستنه کولای شي د دغې ستونزې په له منځه وړلو کې له تاسو سره مرسته وکړي.
باید یادونه وشي چې د ساه اخیستنې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره له کورنيو درملو څخه ګټه اخیستنه د هغو درملو تشه نه ډکوي چې ډاکټر یې ناروغ ته ورکوي او دغه کورني درمل باید د ډاکټر له درملو سره يو ځای وکارول شي.
شات ګټور خواړه دي او د انسان روغتیا ته ډېرې ګټې لري. ډېرو څېړنو دا ښودلي دي چې شات د انټي اکسیډنټ د پوټانشیل غوره سرچينه ده، خو د شاتو ګټې یوازې همدا نه دي.
د دې لپاره چې شات د انټي اکسیډنټ غوره سرچینه ده خطرونو په وړاندې د سلولونو ساتنه کوي او د ژر زړښت مخنیوی کوي.
شات د مېکروبو ضد درمل دي نو له همدې امله بدن ته د میکروبونو د ورننوتلو مخنیوی کوي. شات د وينې د قند کچه هم تنظیموي او د ګلوکوز د تولید او مصرف کچې انډول ساتي.
په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د شاتو په واسطه د درملنې هغه درې کورنۍ تګلارې در وپېژنو چې په کارونه یې کولای شئ د ساه اخیستنې ستونزې له منځه یوسئ.
لومړی: د شاتو او اوبو ترکیب
د دغه ترکیب جوړول اسانه دی او ساه اخیستنې کې اسانتیا رامنځته کوي.
د دغه ترکيب لپاره اړين توکي:
۱- شات دوه کاشوغې (۲۰ ګرامه)
۲- ۳ ګیلاسه اوبه (۳۰۰) میلي لیټره
۳- لېمو يو دانه
د جوړولو لارښود
په یوه لوښي کې اوبه واچوئ او تودوخه ورکړئ تر څو وایشېږي. کله چې اوبه وایشېدې، د حرارت کچه کمه کړئ او پرېږدئ چې د درې دقیقو لپاره په همدې حالت پاتې شي. دوه کاشوغې شات پکې ور زیات کړئ او په پای کې د لېمو اوبه ور زیاتې کړئ.
دویم: د تروه لېمو او شاتو ترکیب
د شات او د لېمو ترکیب د ساه اخیستنې د ستونزې د له منځه وړلو لپاره غوره کورني درمل دي. لکه څنګه چې پوهېږئ لېمو د شاتو ګټې بشپړوي ځکه چې که لېمو او شات سره يو ځای شي د مېکروب ضد درمل ترې جوړېږي.
د جوړولو اړين توکي
۱- دوه کاشوغې شات (۱۰) ګرامه
۲- د نیم لېمو اوبه
د جوړولو لارښود
په یوه لوښي کې دوه کاشوغې شات واچوئ او د نیم لېمو اوبه ور زیاتې کړئ. ۲۰ تر ۳۰ دقیقو لپاره دغه لوښی د (مایکروويو) په منځ کې کېږدئ. وروسته بیا دغه ترکیب له مایکروويو څخه وباسئ او همداسې تود یې وڅښئ.
درېیم: د شاتو او هوږې ترکیب
هوږه د مېکروب ضد ځانګړنې لري او کله چې له شاتو سره يو ځای شي د مېکروب په له منځه وړلو کې ډېره مرسته کوي او د ساه اخیستنې ستونزې هواروي.
د دغه ترکیب د جوړولو اړين توکي
۱- ۳ ګیلاسه شات (۳۵۰ ګرام)
۲- ۱۰ غوزې هوږه
۳- د یوه تروه لېمو اوبه
د جوړولو لارښود
هوږه سپينه او ټوټې ټوټې یې کړئ او په یوه پاک او تش لوښي کې یې وغورځوئ.
۳۵۰ ګرامه شات او د يوه تروه لېمو اوبه ور زیاتې کړئ د لوښي سر وپوښوئ او د يوې اونۍ لپاره یې همداسې پرېږدئ. له يوې اونۍ وروسته یې په خوړلو پيل وکړئ او هره ورځ په تشه معده يوه کاشوغه دغه ترکیب وکاروئ.