ډېری کسان به مو لیدلي وي، چې په ژوند کې تل د نورو په مرسته ژوند کوي او په هر کار کې د نورو د مرستې او لاس نیوي ته په تمه وي او پرته د نورو له مرستې یو کوچنی کار هم نه شي کولای او ترې ویریږي.
دا چې دا ډول خلک چې تل په نورو تکیه کوي او هر کار د نورو په مرسته کوي، د دې علتونه څه دي او دا ډول خلک په ژوند کې له کومو ستونزو سره مخ کېدای شي؟ په دې اړه به په دې لیکنه کې معلومات وړاندې شي.
تر کومه ځایه چې ما لیدلي او ورسره مخ شوي یم؛ ډېر دا ډول خلک د نورو له مرستې پرته کوم کار نه شي کولای:
۱ـ هغه ماشومان چې له ماشومتوبه په کورونو کې ډېر نازولي وي او د کورنۍ غړي یې د مهربانۍ په اساس د دوی هر ناز، هر فرمایش او هره غوښتنه پوره کوي. له دوی سره په هر کار کې مرسته کوي تل د دوی تر شاه وي، یعنې مطلب دا چې دوی ته دا موقع نه ورکوي، چې دوی په خپله یو کار وکړي، دا ډول ماشومان همداسې عادت اخلي او بیا چې څومره غټ هم شي، بیا هم پر ځان باور نه شي کوی او د نورو د مرستې په تمه وي، ځکه دوی خپله په یوازې ډول د کوم کار د کولو جرات نه لري.
ځینې ماشومان به مو لیدلي وي، چې له خپل مور او پلار څخه پرته یو عادي کار هم نه شي کوی.
ماشومانو ته ناز ورکول او د هغوی د غوښتنو پوره کول سم دي، خو هغوی باید داسې هم روږدي نه شي، چې په تنهایي د هېڅ کار د کولو جرات و نه لري.
۲ـ ځینې نور ماشومان بیا داسې وي، چې هغوی له ماشومتوبه له هر څه ډېر محروم پاتې شوي، هغوی ته ذهني شکنجه ورکول شوې، په ژوند کې د هر کار په کولو سره دوی رټل شوي.
حتی دوی ته د کومې خبرې د کولو موقع هم نه دی ورکړل شوې. نو ځکه دا ډول خلک هم پر ځان باور نه شي کوی او تل د دې په فکر کې وي، چې په یوازې کوم کار نه شي کوی او په هر کار کې د نورو مرستې ته اړتیا لري.
۳ـ ځینې کسان بیا داسې دي، چې خپله نه غواړي چې په یوازې ډول کوم کار وکړي، دوی همداسې لټ اموخته شوي وي، تل یې خپل کارونه په نورو یا د نورو په مرسته کړي وي، ځکه یې تکیه تل په نورو وي او غواړي خپل هر کار د نورو په مرسته تر سره کړي.
هغه انسانان چې تل په نورو تکیه کوي او د نورو په مرسته د ژوند چارې مخ ته وړي، هغوی ځان نېکمرغه ګڼي؛ ځکه دوی ځان ته نېکمرغه وایي، چې په ژوند کې داسې کسان لري، چې تل د دوی تر شاه ولاړ دي او له دوی څخه ملاتړ کوي، له دوی سره په هر کار کې مرسته کوي، خو زما په اند دا ډول کسان دومره نېکمرغه هم نه دي لکه دوی چې فکر کوي. ځکه هغه کسان چې د دوی ملاتړ او مرسته کوونکي دي، تل له دوی سره نه دي.
کېدای شي دوی یوه ورځ له داسې حالت سره مخ شي، چې هغه مرسته کوونکي کسان یې ورسره نه وي او یا هم هغوی له دوی سره نوره مرسته و نه کړي، ځکه هر انسان خپلې بوختیاوې لري او نه شي کوی خپل ټول ژوند له نورو سره په مرسته کولو او همکارۍ کې تېر کړي.
د دې له پاره چې خوشحاله او بریالی ژوند ولرو، اړینه ده، چې تر هغې مو وس او توان وي، خپل ټول کارونه پرته د نورو له مرستې څخه تر سره کړو او په خپلو پښو ودریږو.
هغه کسان چې تل ستاسې لاس نیسي کېدای شي یوه ورځ مو لاس پریږدي او پر ځمکه ولویږئ، د دې له پاره چې ځان له لویدو وژغورئ اړینه ده، چې خپله په یوازې ډول په لار تلل زد کړئ او خپله لار ومومئ.