د پاکستان کرکټ بورډ پر خپلو لوبغاړو د کرکټ په بهرنیو تجارتي لیګ سیالیو کې بندیز ولګو او خپلو لوبغاړو ته یې حدود وټاکل.
د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې له دې وروسته به د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې هغه لوبغاړي، چې د پاکستاني کرکټ بورډ سره قرار دادونه لري، نشي کولی، چې د دوه لیګ سیالیو څخه په زیاتو کې ګډون وکړي.
ویل شوي دغه لوبغاړي به د هندوستان پرته په دوه لیګونو کې د لوبیدو اجازه ولري، خو دا معلومه نه ده، چې پکې د پاکستان سوپر لیګ به پکې هم شامل وي یا نه.
دغه کرکټ بورډ همدا راز پریکړه کړې، چې مهم لوبغاړي یې حتی یوازې یو لیګ کې د لوبیدو لپاره اجازه لري، چې ښه بیلګه یې سلو بالر شاداب خان یاد کړی دی.
د پریکړې له مخې هغه لوبغاړي، چې تقاعد شوي دی، هغوي ته حد نه دی ټاکل شوي او کولی شي، چې په خپله خوښه هر ځای کې ولوبیږي.
خو قرار داد لرونکې لوبغاړي به اوس د بهرنیو تجارتي کرکټ لیګ سیالیو څخه د اسټرالیا بیګ باش، د بنګله دیش (BPL) د ویسټ انډیز (CPL)، د افغانستان شپږیزه یا هم (APL) او نورو څخه یوازې دوه لیګونه په کال کې غوره کوي.
د یادونې وړ ده، چې د هندوستان کرکټ بورډ هم خپل ټول لوبغاړي د انګلستان د کوانټي کرکټ سیالیو پرته په نورو ټولو بهرنیو تجارتي لیګونو کې د لوبیدو څخه بند کړي دي او اوس پاکستان هم په دغه لار قدم ږدي.