ترکیه: د انقرې ناسته دوحه کې د سولې خبرو بشپړونکې ده

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

په ناټو کې د ترکیې سفیر باسات اوزترک وایي چې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته د دوحې خبرو اترو بدیل نه بلکې په یاد هېواد کې د روانو مذاکراتو بشپړونکې ده.

نوموړي ټینګار کړی دی چې هېڅ هېواد باید د افغان سولې مسئله کې د سیاسي نفوذ هڅه ونه کړي.

دغه لوړپوړي ترکي ډیپلوماټ زیاته کړې چې د سولې تر تړون وروسته هم باید نړیواله ټولنه او سیمه ییز هېوادونه له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

اوزترک ویلي چې د افغان سولې بهیر د دغه هېواد ملي مسئله ده او ټول هېوادونه باید د افغانانو تر رهبرۍ لاندې د یاد بهیر کلک ملاتړ وکړي.

هغه دغه راز څرګنده کړې چې ترکیه د افغان رهبرانو، سیمه ییزو هېوادونو او امریکا په غوښتنه د دغې ناستې کوربتوب کوي.

هممهاله د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، د افغان سولې په تړاو د استانبول په جوړېدونکې ناسته کې باید د ښځو ګډون زیات شي.

خبرپاڼه کې چې یاد سازمان پرون چهارشنبه خپره کړې، د ملګرو ملتونو له چارواکو یې غوښتي، چې د افغان سولې په تړاو په ترکیه کې د جوړېدونکې ناستې په اساسي خبرو اترو کې د افغان مېرمنو د ګډون په اړه ژمنه دې په ښکاره ډول وکړي او د مدني ټولنې ډلو ته په ځانګړو شویو حاشیوي غونډو کې دې دا ډول ژمنې نه کوي.

دوی د ملګرو ملتونو له چارواکو په ځانګړي توګه له عمومي منشي آنتونیو ګوتیرش څخه غوښتي، چې د استانبول په ناسته کې د ښځو فعال رول ته پوره پاملرنه وکړي.

د بشري حقونو د څارډلې زیاته کړې، چې امریکا د ترکیې په سرمشریزه کې د میرمنو په ګډون مهم رول لوبولی شي

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقوقو مدافعو بنسټونو اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي د سولې په خبرو کې ښځو او د جګړې قربانیانو ته ونډه ورنه کړل شي.

تمه کېږي چې د اپریل په ۱۶مه د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو یوه ناسته وشي، چې د افغانستان د دولت چارواکي او د طالبانو استازي به پکې ګډون کوي.

په دغه غونډه کې به د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او په هېواد کې د سولې د ټينګښت په اړه خبرې اترې وشي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي