يوه چينايي مېرمنه د زوى د واده په مراسمو کې پوه شوه، چې ناوې د دې خپله ورکه شوې لور ده.
د راپورونو پر اساس، دغه چينايۍ مېرمن د زوى په واده کې ناڅاپي پوه شوه چې ناوې د دې هغه لور ده چې په وچنيوالي کې ترې ورکه شوې وه.
دا عجيبه پېښه په iental Daily نشريه کې یاده شوې ده.
د ناوې مور او پلار وايي، چې شل کاله وړاندې هغوى پر سړک يوه نجلۍ پيدا کړه او هغه يې په فرزندي قبوله کړه. د نجلۍ اصلي مور چې هغه يې نړۍ ته راوړې، هم وايي چې نږدې شل کاله وړاندې يې خپله کوچنۍ لور ورکه کړې وه او په دغه ټوله موده کې د لور په لټه کې وه، خو هڅې يې بې ګټې وې.
دغه چينايۍ مېرمن د ناوې په لاس د خال د نښې په ليدلو ګمان کوي چې دا نجلۍ ممکن د دې خپله ورکه شوې لور وي.
خو سره له دې دا واده ترسره شو، ځکه معلومه شوه، چې دغه ناوې او زوم يو بل سره خوني/ د وینې تړاو نه لري، ځکه کله چې دغه چينايۍ مېرمنې لور ورکه کړه، يو هلک یې په فرزندۍ ونيوه.