ژباړه
هر څوک د لیمو د اوبو په ګټه پوهېږي، خو اوس طبي ماهرینو د “ادرک” د اوبو بې شمېره طبي ګټې روښانه کړي.
ادرک عموما زموږ په خواړو کې کارول کېږي او په هر کور کې شتون لري، د دې اوبو سهار په نهاره څښل یوازې د چاغوالي له منځه وړلو، د وینې فشار او کولیسټرولو په کنټرول کې مرسته کوي.
ماهرین وايي، چې د ادرکو د اوبو منظم کارول د وینې فشار ټیټوي ، د دې انفلاسیون ضد ایجنټ او انټي اکسیډینټ هم د سرطان پروړاندې دفاع کوي.
د ادرک اوبه د هاضمي ستونزې او د ملا درد اراموي یا هم کموي.
د ادرک د اوبو جوړولو طریقه:
لږه اندازه د ادرک ټوټې، یو نیم لیټر اوبه او یو لیمو واخلئ. لومړی اوبه د اېشولو لپاره په اور کېږدئ، کله چې اوبه په جوش راشي ، بیا د ادرک ټوټې ور اضافه کړئ او پرېږدئ چې د ۱۵ څخه تر ۲۰ دقیقو پورې په ټیټه تودوخه وه واېشېږي.
د اوبو له ښه جوش وروسته یې یخې کړئ او لیمو وراضافه کولو سره یې وڅښئ.
د طبی ماهرینو په وینا، که چېرته دا نسخه سهار کې په نهاره وکارول شي، نو ډیرې ګټې لري.
ماهرین وايي، چې د ادرک یو ګلاس اوبه باید د د سهار سبانارې دمخه او یو ګلاس د ماښام ډوډۍ څخه مخکې وڅښل شي.