د افغانستان او نړیوال کرکټ مشهوره لوبغاړی ر راشد خان د اسټرالیا د کورنیو بیګ باش کرکټ سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته تللی دی.
راشد خان د اسټرالوي رسنیو سره په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي د هندوستان اي پي ایل او د ویسټ انډیز کاربین پریمییر لیګ سیالیو کې د لوبیدو او تجربې حاصلولو څخه هیله مند دی، چې د اسټرالیا بیګ باش سیالیو کې ښه نتیجه ورکړي.
نوموړي ویلي، د بیګ باش سیالیو ته لا د وړاندې ډیر لیواله و او د کرکټ ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو وروسته ورسره د آډلایډ سټرایکرز لوبډلې په دغه لیګ کې د لوبیدو خبرې وکړې، چې وروسته سره موافقې ته ورسیدل.
راشد خان وايي، هڅه به یې دا وي، چې په دې لیګ کې لکه د نورو لوبډلو سره د لوبیدو په څیر وځلیږي او لوبډلې ته ښه نتیجه ورکړي.
د کرکټ تجارتي بیګ باش سیالۍ لکه د هندوستان اي پي ایل لوبو په څیر خورا جالبه او مشهوره سیالۍ دي، چې د کرکټ نړۍ پیاوړي لوبغاړو ته پکې د لوبیدو موقع وي.
د بیګ باش تجارتي کرکټ دې پړاو سیالۍ د روان ۲۰۱۷ م کال د همدې وروستۍ ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نیټه یعنې سبا پیل کیږي او د ۲۰۱۸ م کال د فیبرورۍ میاشتې تر څلورمې نیټې به دوام وکړي.
په دې سیالیو کې د آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز لوبډلې شاملې دي.
د دې پړاو سیالیو کې به افغان لوبغاړی راشد خان د اسټرالوي ټراویس هیډ په لوبډلمشرۍ کې اډلایډ سټرایکرز لوبډلې په ګټه د لمړي ځل لپاره لوبې ترسره کړي.
د اسټرالیا بیګ باش سیالیو کې د افغانستان څخه یوازې راشد خان ګډون نه کوي؛ بلکې د افغان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل به هم د ویسټ انډیزي سونیل ناراین پر ځای د لوبیدو په موخه د ملبرن رینګیډز لوبډلې سره د یو ځای کیدو لپار نن اسټرالیا ته ولاړ شي.