د کرونا درېیمه څپه؛ روغتیا وزارت پر ولایتي رییسانو د چمتووالي غږ کړی

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه وزارت ولایتي رییسانو ته یې سپارښتنه کړې ده چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو پر وړاندې مبارزې ته چمتووالی ونیسي.

د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن د ولایتونو د عامې روغتیا له رییسانو سره په انلاین لیدنه کې ویلي چې د کرونا وبا درېیمې څپې پر وړاندې باید پیاوړې مبارزې ته پوره چمتووالی ولري.

د دغه وزارت سرپرست د ولایتونو او کمیټو د رپوټونو تر اورېدو وروسته اړونده مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د ولایتونو ستونزو د حل په موخه ژر تر ژره اقدامات وکړي.

عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی دی چې د کرونا ضد واکسینو په تطبیق کې باید چټکتیا راوستل شي او خلکو ته دې د کرونا ویروس په اړه اړین پوهاوی ورکړل شي، څو خلک په دې برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړی.

د یادونې ده چې د عامې روغتیا وزارت چارواکو تېره ورځ وویل چې هېواد د کرونا د درېیمې څپې له ګواښ سره مخ دی.

د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، دوی د کرونا له تېرو څپو مهمې تجربې ترلاسه کړې او دا چې په ټوله نړۍ کې د دې وبا درېیمه څپه هم پیل شوې ده نو افغانستان هم له دې خطر سره مخ کېدلی شي.

یادو مسولینو همدا راز ویلي چې همدا اوس د کرونا ویروس د نوې بڼې ۷ مثبتې پېښې په جلال اباد ښار کې ثبت شوې نو ځکه دوی د هغو کسانو واکسین پيل کړي، چې له ایران او پاکستان افغانستان ته راځي.

عامې روغتیا وزارت د کرونا په تړاو د احتیاطي تدابیرو نه عملي کول هم د اندېښنې وړ مسئله بولي.

د یاد وزارت مسوولان زیاتوي که عام ولس احتیاطي تدابیرو ته پام ونه کړي ښایي مثبتې پېښې ډېرې شي.

تېره ورځ هم د عامې روغتیا وزارت ویلي وو، چې په هېواد کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

سرچینې زیاته کړې چې یواځې د کرونا د نوي ډول ۱۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي