پاک غاښونه لرل د ښایست تر څنګ، د انسان د روغتیا لپاره هم ډېر مهم او حیاتي ارزښت لري، خو پر دې پوهېدل هم اړینه خبره ده، چې د غاښونو د بورس کولو یا مینځلو لپاره کوم وخت تر ټولو ښه دی؟
روغتیاپالان وايي: که د ورځې لږ تر لږه دوه ځلې غاښونه بورس شي،نو له ډېرو نارغیو به په امان پاتې شو، ځکه د انسان بدن ته ۹۰ سلنه مېکروبونه د خولې له لارې دنننه کېږي، چې د خولې په پاکۍ سره د ډېرو ناروغیو مخه نیسو.
یو څه بل ته چې باید پام وشي، هغه دا ده چې مونږ کې ډېری دا عادت لري، وروسته له ډوډۍ په غاښونو کې خلکی ووهي. دوی داسې ګمان کوي، چې په دې کار سره یې غاښونه پاکېږي، خو د دې کار په کولو سره مو د غاښونو روغتیا ته تاوان رسېږي، او اورۍ مو هم زخمي کېږي.
په ورته وخت کې روغتیاپالان وايي، چې له خوراک او څښاک څخه وروسته سمدستي د غاښونو بورس کول غاښونو ته د ګټې پر ځای زیان اړوي.
که مو ګاز لرونکي څښاک پسې سمدستي غاښونه بورس کړل، نو توان به مو کړی وي.
روغتیاپالان د غاښونو مینځلو لپاره سهار او ماښام وختونه ګټور بولي، دوی ټینګار کوي چې غاښونه باید له خوراک او څښاک څخه نیم ساعت وروسته بورس شي.
د دې تر څنګ باید د غاښونو د مینځلو طریقې ته باید پام وشي. ځکه یوه سروې دا ښیي، چې د نړۍ ۷۵ سلنه خلک غاښونه به غلط ډول بورس کوي. روغتیاپالان دا زیاتوي، چې غاښونه باید په دایروي ډول بورس کړو. د غاښونو بورس کول باید له دوه تر درېیو دقیقو پورې وي.
هغه لاملونه چې د غاښونو د خرابوالي سبب ګرځي، ځینې یې په لاندې ډول دي:
۱ـ د نوکانو زبېښل
۲ـ د ګاز لرونکو انرژی ګانو څښل
۳ـ د نشهیي توکي کارول
۴ـ په غاښونو د سختو شیانو ماتول