وخت د انسان لپاره هغه قیمتي پانګه ده، چې د انسان تر هغې بله قیمتي پانګه نشته. نیوټن وایي: وخت یوه لنډ مهاله پدیده ده، چې د انسان له درک څخه بهر ده. او انشټاین بیا په دې اند ده، چې وخت پر ځمکه او فضا کې یو شان نه دی.
د وخت تنظیمول د ژوند په هر برخو کې د بریا لامل کېږي. دا پر هر انسان لازمه ده، چې د خپلو کړنو لپاره د وخت په پام کې نیولو سره هراخیز پلان جوړ کړي.
وخت داسې یو څه ده، چې تر تېرېدو وروسته یې مونږ ته قدر معالومېږي. که پام وکړو وخت د انسان له خوځښت سره تړلی دی. له چټک خوځښت سره وخت هم ګړندی تېریږي، او له ارام حرکت سره وخت هم ورو کېږي.
له شلمې پېړۍ راهیسې د وخت په اړه ډېر کتابونه لیکل شوي، چې ښایي شمېر یې تر سلو هم اوښتي وي. یو له هغه څخه د بریتانوي سیاینسپوه ستیفن هاکنګ د وخت لنډ تاریخ تر نامه کتاب کې وخت د خلقت اندازه کولو وروستۍ وسیله بللې.
موږ هېڅکله تېر او راتلونکی اوس نشو تجربه کولی. هغه څه چې زمونږ په واک کې دي، هغه اوس دی، چې مثبته ګټه اخیستنه ورنه اړینه ده. لقمان حکیم همدې موضوع ته په اشاره وایي: تل د وخت قدر او درناوی وکړئ، ځکه وخت چاته انتظار نه کوي.
که مو ژوند سره مینه لرئ، نو د وخت په ارزښت پوه شئ.
د دې لپاره چې وخت له وخت څخه په ښه توګه ګټه پورته کړو نو دا لاندې ټکي په پام کې ونیسئ:
۱ـ له نوښتګرو او ځېرکو خلکو سره ملګرتیا وکړئ، ځکه هغوی د وخت د هرې شېبې په ارزښت پوهېږي.
۲ـ له بې ګټو مجلسونو څخه ځان وژغورئ.
۳ـ د کارونو لپاره مو مهال وېش جوړ کړئ.
۴ـ په علمي او ګټورو مجلسونو کې ونډه واخلئ.
۵ـ مطالعه وکړئ.