چاغښت د ناروغیو مور؛ د آسټیوپوروسس مرض هم ترې پیدا کیږي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

پخوا داسې فکر کېده، چې چاغښت هډوکو ته د زیان اوښتو مخه نیسي، خو دا فکر ناسم و. او دا څرګنده شوه چې چاغښت د آسټیوپوروس په نامه د ناروغۍ رامنځته کېدو لامل کېږي.

داسې اټکل کېږي، چې برتانیا کې له ۳۰ میلیونه کسانو څخه ډېر د آسټیوپوروسس په ناروغۍ اخته دي او ډېری د دې ناروغۍ ښکار ټيټ قد لري او ناتوانه کسان وي.

اوس د امریکايي ساینسپوهانو په څېړنه کې دا څرګنده شوه، چې د ځینو چاغو کسانو په هډوکو کې غوړ پټ وي، چې له امله یې هډوکې کمزوري کېږي او په اسانۍ سره ماتېدای شي.

د دوی د څېړنې پایلې په ريډیالوژي مجلې کې چاپ شوې دي.

د چاغو کسانو د بدن په بېلابېلو برخو لکه: ځیګر، پلې او هډوکو په مغز کې غوړ پټ وي. د دغې څېړنې ګډونواله ډاکټره مریم بریډیلا وايي، هغه کسان چې د بدن ظاهري بڼه یې مڼې ته ورته وي، تر ټولو زیات له ګواښ سره مخامخ وي.

دا هغه کسان دي، چې ډېر وزن یې د ملا تېر په شاوخوا کې ورټول وياو. د هډوکو مغز هغه ځای کې دی، چې د نوي هډوکي حجرې په کې رامنځ ته کېږي.

هغه کسان چې له آسټیوپوروسس ناروغۍ سره مخ کېږي، د هغو د هډوکو به مغز کې ډېر غوړ وموندل شول. په دې مونږ ټول پوهېږو چې چاغښت خپله یوه ناروغي ده او اوس دا هم څرګنده شوه، چې د نورو ناروغیو سبب هم ده.

د ډاکټر برېډلا په وايي: که چېرې د هډوکي مغز ځای ته غوړ ننوځي، نو د دې لامل کېږي، چې هډوکي ورسره ناتوانه شې. نوموړی وايي که مو د ملا په تېر کې غوړ ننوځی، نو ګومان نه شي، چې دا به ډېر وخت کار وکړي.

له بله خوا څیړونکي وايی، چې بدن کې د غوړو ځای نه کنترولېږي، نو غوره دا ده، چې باید ځان له چاغتیا څخه وژغورل شي.